د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني اعلان وكړ چي سر له اوسه به د پاكستان په قانون كي د مرګ سزا خپل ځاى ابدي بند ته پرېږدي.
نوموړي دغه اعلان د مرحومي بېنظير بوټو د زوكړي د پنځه پنځوسم كال په وياړ په يوه غونډه كي وكړ.
ويل كېږي چي اوس د پاكستان په ټولو محبسونو كي شپږ زره كسان د مرګ د اعدام په سزا محكوم دي، چي د يوسف رضا ګيلاني په امر يې سزا په عمر قيد واووښته.
همدا راز ښاغلي ګيلاني د اسلام آباد هوايي ډګر د مېرمن بېنظير بوټو په نامه ونوماوه.