کور / هراړخیز / په افغانستان کې د سولې او امن دغونډې لنډ رپوټ اوپرېکړه لیک

په افغانستان کې د سولې او امن دغونډې لنډ رپوټ اوپرېکړه لیک

په افغانستان کې د سولې او امن په نوم علمې غونډه د ۲۰۱۵ ع کال دفبرورۍ په ۱۵ نېټه د جرمني په کلن ښار کې جوړه شوه .

غونډه په داسې حال کې چې ګڼ شمېر اروپا مېشتو علمي ، سياسي، فرهنګي شخصيتونو اود بېلابېلو سياسياوکلتوري ټولنو استازو په کښې برخه لرله د قرآن کريم په څو آيتونو سره پيل شوه .

د غونډ ې ويناوال په دې ډول وو :

۱- د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د هېواد وتلی سياسي اوعلمي شخصيت ښاغلی ډا کترمحمدعثمان تره کی ، چې په هېواد کې يې د روانې غمیزې د ختمېدو اود سولې لپاره دخپل پلان بېلابېل او مهم اړخونه د غونډې برخوالو ته واورول.

۲- د هېواد علمي او سياسي شخصيت ښاغلي ډاکتر ربي ساپي د افغان ولس د روانې غمیزې بېلابېل اړخونه اود افغانانو ترمنځ د يووالي په لاره کې خنډونه وارزول .

۳- افغان سياست وال ښاغلي ډاکتر عبدالرشيد جليلي « د افغانستان غمیزه څنګه راغله او د ختمېدو لاره يې څه ده » تر عنوان لاندې خبرې وکړې.

۴ ـ حقوق پوه عبدالهادي دولتزي د افغانستان د دېرش کلن ناورین په سیمه ایز اړخ باندې رڼا واچوله.

۵- افغان ژورنالست او د سياسي چارو کارپوه ښاغلي اسدالله هلالي « په وروستيو څلورو لسېزو کې دافغان روان ناورين دبهرنيو اوکورنيو لاملونو» په اړه او هم دشوروي او امریکایي لښکرو د خونړيوکړنود پايلو په اړه وينا وکړه .

۶- د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند ډاکتر خيرمحمد مامون پر لر او بر افغان د روانې تپل شوې جګړې د ختمېدو پر لارو چارو او هم د افغانستان او پاکستان د سياسي لانجې د اواري په اړه چې په افغانستان کې دسولې له راتلو سره نېغه رابطه لري خبرې وکړې .

۷- د افغانستان د وسله وال پوځ پخواني جنرال ښاغلي کريم سرباز سهاک د روانې غمېزې په بهیر کې د هېواد د پوځي او سياسي حالاتو په اړه هراړخېزه وينا واوروله .

۸- افغان ژورنالست او لېکوال ښاغلي محمد يوسف ساپي په افغان غمېزه کې د نړیوالو مافيايي کړيو پر رول او موخو هر اړاخیزه وینا واوروله او د افغان غمیزې په شمول يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړو د اصلي عواملو مهم فاکتونه برخه والو ته بیان کړل.

۹- د پوځي او سياسي چارو کارپوه ډاکتر سيد احمد مامون د وروستي اصلي ويناوال په توګه د افغانانو پر يووالي په ټېنګار سره دسولې او امن په راوستو کې د ملي يووالي رول جوت او مهم وګاڼه.

ورپسې د افغانستان د ژغورنې د ملې جرګې د مشرتابه شورا د غړي د کابل پوهنتون دسياسي علومو د پخواني استاد ډاکتر رحمت ربي زیرکيار او ښاغلي حاجي محمد نوزادي د رالېږل شویو ویناوومتن په لنډ ډول سره ولوستل شو .

دغونډې په وروستۍ برخه کې د حفيظ الله امین د بنسټ پيغام چې په هېواد کې د سولې د راتلو په اړه و د اغلې وږمې امين له لوري ولوستل شو.

له هغې څخه وروسته پېغله وږمه زرمتۍ د یوشعر او پېغله پښتنه ساپۍ ديوې لڼډې ويناپه اورولو سره د غونډې د برخه والو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوې.

له دوی څخه وروسته قومي مخورحاجي فضل رحمان شېر، حاجې شېرعلي شېر، پېښوري شینواري، محمداجان ياراو ورپسې دلویې پکتیا دنښترمشاعرې بنسټګرښاغلي محمدامين بسمل دغونډې د اجڼدا په ملاتړ خبرې وکړې .

غونډه دکونړد خوانانو دټولنې دمشر ښاغلي مطېع الله روفي له لوري پرمخ بيوله کېده .

– دغونډې پرېکړه لېک چې جوړېدل یې د یو کمسیون له خوا او د لوستلو دنده يې اسدالله هلالي ته سپارل شوې وه په لاندې ډول دغونډی برخه والووته ولوستل شو چې د غونډې د برخه والو له لوري د متن تر بشپړېدو وروسته د رايو په غوڅ اکثريت سره ومنل شو.

د پرېکړه ليک بشپړ متن :

بسم الله الرحمن الرحيم

– په جګړه ځپلي افغانستان کې دجګړې د بندېدلو اود سولې او امن د راوستلو په موخه د افغان ټولنې د بېلابېلو جوړښتونو ، قومونو ، سياسي ګوندونو د يووالي له لارې د هېواد د ملي ګټو د پياوړي دفاع، د بهرنيو مداخله ګرو هېوادونو پر وړاندې د يوه واحد دریځ نیولو، د خپلواک ، پرمختللي هېواد د جوړېدو اود يوه واحد ملي مشرتابه د رامنځته کېدو په خاطرد پراخې ملي جبهې د جوړېدو په موخه د ۲۰۱۵ م کال دفبرورۍ پر ۱۵ نېټه د اروپا په بېلابېلو هېوادوونوکې مېشتو افغانانو د افغانستان د ګڼ شمېر قامونو، سياسي ګوندونواوکلتوري ټولنو په استازيتوب په کلن ښار کې غونډه وکړه .

غونډې په هر اړخېزه توګه هغه بهرني او کورني ګواښونه وڅېړل چې د ديارلسو کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان سوله ،امن او ځمکنۍ بشپړتيا له جدي خطر سره مخامخ کړې ده .

– غونډې د افغانانو تر منځ بېلتون د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو د لاسوهنې انګیزه او د جګړې د اوږدېدو اصلي لامل وګڼله.

– دغونډې برخه والو ټينګار وکړ چې په هېواد کې د سولې او ملي اسلامي خپلواکۍ تأمين په هېواد کې د ملي مشرتابه سره تړاو لري او ملي مشرتابه د ملي اسلامي قوتونو په يووالي سره رامنځ ته کېدای شي .

– غونډې د بهرنيو لښکرو د وتلو په درشل کې د کورنۍ جګړې د مخنيوي په موخه د وسله والو مخاليفينو سره جوړجاړی يوه حياتي اړتيا وبلله.

– دې حقيقت ته په پام سره چې روانه جګړه د زور له لاري نه شي ګټل کېدای غونډې د وسله وال مقاومت اوبهرنيانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې د سولې په لور د پام وړ اقدام وباله او تر خبرو اترو مخکې يې پر اور بند ټېنګار وکړ.

– د غونډې برخه والو د کابل د حکومت له لوري له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د جګړې د دوام لامل اود سولې پر وړاندې اصلي خنډ وګاڼه .

– غونډې په کابل واکمنۍ کې دننه د بهرنيانو په ملاتړ د جګړه مارو شتون د سولې او عدالت ضد ستر لامل په توګه وپېژانده او ورسره يې د جېنيوا کنونشن سره سم د حقوقي چلند غوښتنه وکړه.

– غونډې اوسنی حکومت د بهرنۍ لاسوهني زېږنده او دجګړې د دوام اصلي لامل وګاڼه او له کابل حکومته يې په کلکه وغوښتل چې له وسله والو مخاليفينو سره د سولې په راوستو کې د ناکامۍ په صورت کې استعفا وکړي او ځای ناستې واکمني له وسله وال مقاومت سره د جوړ جاړي پر بنسټ رامنځ ته کیدای شي .

– غونډې د بهرنيو لښکرو د پټواو ښکاره جېلونو تړل ، د سياسي بنديانو خوشي کول، په جنګي جنايتونو د تورنو کسانو د نومونو اعلانول او د بهرنيو ځواکونو د جنګي جنايتونو څېړل د سولې ،امن او عدالت په لور د پام وړ پيل وګاڼه چې پکار ده د يوې ملي واکمنۍ په مټ ترسره شي.

-غونډې د افغانستان په کليو او بانډ و کې د امرېکايي او ناټو ځواکونو بمبارۍ او دخلکو پر کورونو شپنۍ چاپې په کلکه وغندلې .

– غونډې د هېواد منلي ملي او نړیوال شخٌصيت دوکتور عثمان تره کي ته دنده وسپارله چې د سولې د يوه درې کسیزپلاوي په مشرۍ د جګړې له ښکېلو لورو سره اړېکې ټېنګي کړي .

– غونډې دسولې ټېنګېدو په موخه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندي د يوه بين الافغاني کنفرانس دجوړېدو چې د وسله وال مقاومت استازي په کښې رښتيانۍ او فعاله ونډه ولري غوښتنه وکړه .

– غونډې په پښتونخوا کې د پاکستان پوځي عمليات او د امريکايي ډرون الوتکو برېدونه چې په وجه يې بېګناه پښتانه وژل کیږي په کلکه وغندل او د چټکې بندېدا غوښتنه يې وکړه .

– غونډې د ډېورنډ د کرښې په اوږدوو کې د جر کېندنې اوازغن سیم غزول له نړۍ والو قوانينو څخه د پاکستاني چارواکو سرغړاوی وباله او غوښتنه يې وکړه چې د پاکستان حکومت خپل دا رنګه لمسوونکي عملونه ودروي .

-همدارنګه غونډې د کرښې ددواړو لورو له افغانانو څخه وغوښتل چې په خپل يووالي سره دغه استعماري دسیسه شنډه کړي.

د غونډې ګډونوالو ټېنګار وکړ چې د سولې ټېنګېدا او د هېواد ژغورل د سياسي خوځښتونو په بېلابېلو فعاليتونو سره شوني دي. له همدې کبله يې ټولو هېواد پالو اوسوله غوښتونکو افغانانو ته په يوې ګډې اوپراخې جبهې کې د يو ځای کېدو وړاندېز وکړ .

داتاریخي غونډه دپورتني پرېکړه لیک په لوستلواويوې دوعايې سره پای ته ورسېده.