کور / تازه خبرونه / په هیواد کي واوري اوریدني دهیواد لويي لاري تړلي

په هیواد کي واوري اوریدني دهیواد لويي لاري تړلي

واوره اوریدوني دهیواد په بیلا بیلو برخو کي عامه لویي لاري بندي کړي.
د هرات او بادغيس تر منځ په “سبزک” کوتل کې شاوخوا ١١٠ تنه او ورسره موټر واورو راګير کړي وه، خو امنيتي ځواکونو وژغورل.
په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار نن وويل چې په سبزک کوتل کې شاوخوا يو متر واوره ورېدلې او څو ځايه واورې ښويېدنې هم سوې دي.
چي په وینايي زیات موټرونو په واوره کي راښکیل سوي وه چي دوي ورسره مرسته کړي.
دیو بل خبر له مخي د سالنګ لويه لار هم ، د درنې واورې ورېدو له امله د موټرو پر مخ تړل سوې ده.
سالنګ، د کابل او شمالي ولايتونو نښلوونکې لار ده، چې هره ورځ پرې سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر، تګ راتګ کوي.
د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوول جنرال رجب وويل، چې د پرون شپې له نهو بجو راهيسې سخت توپان او واوره پيل سوې، چې تر اوسه دوام لري.
د هغه په وينا، د ډېرې واورې ورېدو له امله، دغه لار تړل سوې ده.
هغه وویل ياد سيمه يي دمسافرو د خونديتوب لپاره تړلي ده.