کور / تازه خبرونه / دسولي دپروسي پر اساس حنیف اتمر قطر ته تللی

دسولي دپروسي پر اساس حنیف اتمر قطر ته تللی

دافغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر قطر ته تللى دى.
نوموړى په داسې حال کې قطر ته تللى چې تېره اوونۍ ځني رسنيو په دغه هېواد کې د امريکا د متحدو ايالتونو او د طالبانو د پلاوي تر منځ د خبرو اترو د پيلېدو خبر ورکړى و.
د قطر دولتي رسنیو نن خبر ورکړى چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ياد هېواد پلازمېنې دوحې ته رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې اتمر تېره شپه له لومړي وزير او د کورنيو چارو وزير شيخ عبداله بن ناصر سره وليدل.
سرچينې ويلي چې حنيف اتمر له لومړي وزير سره پر دوه اړخيزو اړيکو او په بېلابېلو برخو کې د دغو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
د يادونې ده، دوه کاله مخکې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل سو، خو دوخت دولسمشر حامد کرزي له خوا يې مخالفت وسو.
طالبانو تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوى د سولې ملاتړي دي او په همدې موخه يې د قطر دفتر هم بیرته پرانيستى دى.