د پښتونخوا ايالت چارواكي وايي نامعلومو وسله والو له ښار څخه ۲۵ تنه عيسويان تښتولي دي.
د پښتونخوا د اطلاعاتو ايالتي وزير افتخار حسين د بي بي سي اردو څانګي ته وويل دغه كسان د پېښور په اكاډمي ټاون كي د دوى له خپلي كوڅې څخه قبايلي سيمو ته تښتول سوي دي.
د پښتونخوا ايالت وزير اعلى د قبايلو پوليټيكل چارواكو ته امر كړى، چي دغه كسان د طالبانو سره د خبرو اترو له لاري راخوشي كړي.
د پښتونخوا د ايالتي چارواكو په وينا د پاكستان په شپېته كلن تاريخ كي دا لومړى ځل دئ چي د يوه مذهبي اقليت په دونه زيات شمېر غړي تښتول كېږي.
پوليس وايي پروسږكال په چارسده كي مېشتو عيسايانو ته هم طالبانو خبردارى وركړ ى و، چي كه له سيمي كډه ونكړي، وبه وژل سي.
حكومت وايي په پېښور كي د طالبانو پټي حملې مخ پر ډېرېدو دي او د ښار په ځينو سيمو كي د طالبانو له سته والي څخه داسي ښكاري، لكه پېښور چي ټول د طالبانو په ولكه كي وي.