حمید حسن لومړنی افغان بالر سو چې په نړیوالو يوې ورځنیو لوبو کې ۵۰ کسان سوځولي او همدارنګه د سريلانکا سره د افغانستان تر لوبې وروسته ډېرو اسټراليايي رسنيو د افغان ملي لوبډلې په اړه په زړه پورې تبصرې کړي او ليکلي يې دي، چې که څه هم افغان لوبډلې دوې لوبې بايللې، خو د ډېرو مينه والو زړونو ته يې لار موندلې ده او افغان لوبډله د مينه والو تر منځ تر اسټراليايي لوبډلې وروسته دويم درجه محبوبه لوبډله ګرځېډلې ده. دغو رسنيو افغان پياوړی بالر حميد حسن د هاليووډ له مشهور هېرو (جان رامبو) سره پرتله کړی او هغه يې د کرکټ رامبو بللی دی. اسټراليايي ټولنيزو رسنيو حميد حسن د خپل پوسټر بای يا هېرو په توګه پورته کړی دی. د دوی لپاره د حميد حسن د سرپټۍ، چې د افغانستان درې رنګه پيرغ دی، هم ډېره په زړه پورې ده او هغه يې هم د رامبو له پټۍ سره ورته بللې ده.