د امريکا نوی دفاع وزير اشتن کارتر چي تېره ورځ په يوه نا اعلان سوي سفر کابل ته راغلی وو نن غرمه کندهار ته رسېدلی.
نوموړي په دغه ولايت د خپلو پوځيانو سره ليدلي او ټاکل سوې، چي په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ملي اردو د پوځي قومندانانو سره دهلمند د پوځي عملياتو په هکله هم خبري وکړي .
دکندهار مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک وايي، چي کندهار ته د امريکا د دفاع د وزير د سفر هدف په دغه ولايت کي د خپلو پوځيانو سره ليدنه او د حالاتو دجاج اخيستل دي .
د خپلواک په وينا دامريکا د دفاع د وزير د سفر په هکله که څه ولايتي ادارې ته خبر نه دی ورکول سوی خو ټاکل سوې چي وروسته نوموړي په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ملي اردو دپوځي قومندانانو سره هم وګوري.
تر کابل وروسته کندهار ته د امريکا ددفاع د وزير سفر په دې وجه هم مهم بلل کيږي چي په افغانستان کي د هغه لس زره امريکايي سرتيرو چي ټاکل سوې تر ۲۰۱۶ کال تر پايه په افغانستان کي پاته سي ددغه پوخيانو يوه برخه په کندهار کي دنده لري.
دغه راز په دې ولايت د امريکا دځانګړو ځواکونو چي په خاصو عملياتو کي برخه اخلي يوه قطعه موجوده ده ښايي دفاع وزير ددغه ځواکونو سره هم وويني .
په ۲۰۵ اتل قول اردو کي دملي اردو د پوځي قومندانانو سره د امريکا ددفاع د وزير ليدنه هم ډيره مهمه بلل کيږي ځکه چي اوس مهال ددغه قومنداني زرګونه پوځيان د هلمند په شمالي ولسواليو کي د دولت دوسلوالو مخاليفونو سره په مخامخ جګړه کي دي .