د کندهار د ترافيکو مديريت درې مسافر وړونکي ۳۰۳ ډوله موټران نیولي چي د کابل څخه تر کندهار پوري تر خپل ټاکلي وخت مخکي را رسیدلي وه.
د ترافیکو مدیر سمونوال محمدالله خان وویل چي امنیه قومندان امر کړی هغه موټران چي د کندهار کابل، کندهار هرات او کندهار نیمروز تر منځ تګ راتګ کوي، تر ۸۰ کيلومتره پر ساعت تیز رفتار ونه کړي.
نوموړي وویل چي دغه درې موټرونه ټول د کابل څخه کندهار ته راغلي چي په وینا يي دوه يي تر وخت مخکي را رسیدلي او یوه بل د سفاریانو سره سره بار هم ور اچولی وو.
د کندهار امنیه قوماندانۍ وروسته له هغه دغه اقدام وکړ، چي څه موده مخکي د يوې اونۍ په جريان کي د کابل کندهار پر لويه لار څو ترافيکي پيښي وسوې، چي ټولي يې د ۳۰۳ ډوله موټرونو امله وې اوزیاته مرګ ژوبله يې هم درلوده.