وروسته له هغه چي ولسمشر غني پاکستان ته ځني امتیازونه ورکړل او ددي هیواد له امنیتي او سیاسي چارواکو تګ راتګ زیات سو. پاکستان هم ظاهرا د اړیکو دغه رغیدل یو معجزه بللي چی په دي جریان کښي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هم په واشنګټن کې دخبرو پرمحال له خپل هېواد سره د افغانستان همکاري «معجزه» بللې ده.
ولسمشر غني پاکستان هیواد ته دسفر پرمحال د پاکستان د پوځ مرکزي ادارې ته په خپله ولاړ چې د شنونکو له انده د دیپلوماتیکو نزاکتونو «خلاف» عمل و. د غني له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان لوی درستیز څلور وارې کابل ته سفرونه کړي دي.
هم دارنګه د ولسمشر غني پاکستان ته څلور مهم امتیازات هم ورکړل :
ـــله هند سره یې د افغانستان د وسلو تړون وځنډاوه؛
– په لومړي ځل یې افغان افسران پاکستان ته د روزنې لپاره واستول؛
– پاکستان ته یې منځنۍ اسیا د ته د لاسرسي زمینه برابره کړه؛
– پاکستان ته یې د پاکستاني طالبانو جګپوړی قومندان (لطیف الله مسعود) وسپاري؛
خو پاکستان تر اوسه د غني له خوا د امتیازاتو وروکولو په مقابل کې پرته له خبرو څه نه دي ورکړي.