دا څرګندوني د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي نماينده مارک باوډن له کندهار والي سره په ليدنه کي وکړې. په دې ليدنه کي چي تر غرمي وروسته په ولايت مقام کي وسوه، د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د دفتر رئيس عزيز احمد خالد او يو شمېر نورو رئيسانو ګډون کړی وو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي نماينده چي د پنجشنبې په ورځ يې کندهار ته سفر کړی وو، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کي ډاډ څرګند کړ چي ملګري ملتونه به په افغانستان او ځانګړي ډول کندهار کي د خپلو مرستو نوی فصل پرانيزي او د خلکو د اقتصادي ودي تر څنګ به په دې ولايت کي د پرمختګ لپاره بېلابېلي پروژې عملي کړي.
هغه د کوريا هيواد د هغه 50 ميليونه ډالرو د مرستي يادونه هم وکړه چي د افغانستان دښځو او ځوانانو ته دلازمو فرصتونو په برابرولو او هغوئ ته دکاري زمينې برابرولو په برخه کي به ولګول سي .ښاغلي باون وويل ، چي په دې پروژو کي به کندهار ولايت خاص ځای او لومړيتوب ولري .دغه راز کندهار والي هم په کندهار کي د (( UN )) دمرستندويه ادارو له مرستو مننه وکړه او له دې امله يې خوښي وښوول ، چي خپلي مرستي دوامداره ساتي .هغه د (( UNCEF )) موسسې يادونه په ځانګړي ډول وکړه ، چي مرستي يې پر ځای او ګټوري دي ، خو ځيني مرستندويه ادارې يې دپروژو په تطبيق کي ځکه پاته وبللې ، چي د ولايتي ادارې سره همږغي نه لري او پر خپل سر پروژې پلي کوي ، چي زيات وخت يې پايله بې ګټي وي .ښاغلي ويسا د دوامداره او اساسي پروژو پر عملي کولو او تر څنګ يې دولایتي ادارې سره پر همږغۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه ، چي مرستندويه ادارې بايد د (( PDC )) په مجلسونو کي ګډون وکړي او دخلګو پر ضرورتونو او اړتياو خبر ځان کړي . نوموړي دښځو او ځوانانو له پاره دظرفيت لوړوني په برخه کي دلازمو پروژو پلي کېدل مهم وبلل او له (( UN )) څخه يې وغوښتل ، تر څو دځوانانو د اقتصادي پياوړتيا له پاره کار وکړي .هغه دځينو مرستندويه ادارو دمرکزي دفترونو دمحلي کېدلو غوښتنه هم وکړه ، چي ګواکي دضرورت پر وخت دمرستو په رسولو کي اوږده پروسه په برکي نيسي ، چي له امله يې نه سي کولاي عاجلي مرستي تر سره کړي .ښاغلي ويسا دزراعتي علومو اوټکنالوژي دملي پوهنتون يادونه هم وکړه ، چي دامهال پکښي تدريسي چاري ښې پر مخ ځي او محصلين يې د زراعت په برخه کي په څېړنه او تحقيق بوخت دي . هغه وويل ، ياد پوهنتون دهندوستان او نورو هيوادونو دزراعتي پوهنتونو سره وصل سوی او آن لاين زده کړي يې هم پيل کړي ، چي دابه د افغانستان له پاره په راتلونکي کي دزراعت په برخه کي يومثال پاته سي .په ليدنه کي مارک باون هم کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ته ډاډ ور کړ ، چي دوی به ټولي هغه غوښتني ، چي په ليدنه کي مطرح سوي د اړوند مسئولينو سره شريکي او په اړه به يې غور وکړي .نوموړي وويل ، دوئ هڅه کوي ، ترڅو دسيمه ييزي حکومتدارۍ پروګرام لاهم کړندی او په دې برخه کي شته ستونزي له منځه يو سي. په خبره يې، دوئ هڅه کوي ، تر څو دنړيوالي ټولني مرستي راجلب او داهيواد له اقتصادي پلوه پر پښو ودروي.