کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي بريدونو ۱۲ پوليسو او ملکيانو ته مرګ ژوبله واړول

کندهار: ځانمرګي بريدونو ۱۲ پوليسو او ملکيانو ته مرګ ژوبله واړول

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي موټر سيکل بم چاودني او ځانمرګو بريدونو ۱۲ پوليسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول.
دغه پېښي څه باندي يوه بجه د سپین بولک ولسوالۍ د مازداوو د اډې سره سوي.
د کندهار د امنيه قومانداني ویاند ضياء درانی وايي چي لومړی د موټر سيکل بم چاودنه سوې او کله چي پوليس سيمي ته رسېدلي دوه ځانمرګي بريدونه سوي.
دی وايي چي په دې بريدونو کي درې ملکي کسان او يو ملي پوليس وژل سوي او پنڅه سرحدي او درې ملي پوليس ټپيان سوي دي.
د بريدونو مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستي دی