د کندهار امنتي مقامات وايي هڅه کوي څو د پوليسو په منځونو کي د داخلي بريدونو مخه ونيسي.
د کندهار په يو شمېر سيمو کي ډېري داسي پيښي رامنځ ته سوي، چي پوليس خپل قوماندان او ملګري وژلي او تښتيدلي وي.
په يوې نوې او اغېرمنه هڅه کي د کندهار پوليس مقامات په ځينو امنتي پوستو کي دداخلي بريدونو لوي عامل د غيري رسمي او ناسوقه پوليس شتون يادوي.
د کندهار پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو لپاره د عملياتو عمومي قوماندان سلطان محمد يک تلويزيون ته وويل چي په تېرو دوو مياشتو کي يې د ميوند ولسوالۍ له امنتي پوستو څخه تر سل زيات غيري رسمي پوليس له دندو ليري کړي او په يو شمېر پوستو کي يې د پوليسو په تشکيل کي زياتوالي راوستلی دی.
قوماندان وايي چي په دې هڅو سره به د هغو پېښو مخه ونيسي چي په يو شمېر امنتي پوستو کي د پوليسو تر منځ جګړه کېدل.
د کندهار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق وايي، چي ددوي ډېره پاملرنه د مخالفينو ځپلو ته ده او په يو شمېر امنتي پوستو کي د ستونزو د حلولو تر څنګ به هځه وکړي څو په جنوب کي د پرتو ولايتونو د امنتي ځواکونو تر منځ همږغي جوړه کړي څو د وسله والو په وړاندي خپل فعاليتونه قوي کړي.
زيات مهال په يو شمېر سيمو کي د امنتي پوستو قوماندان له خپلو سرتيرو سره سم وضعت نکوي، نو ځکه دداډول امنتي خطراتو ويره موجوده وي.
په ځينو امنتي پوستو کي تر داخلي بريدونو وروسته وسله وال د پيښی مسوليت ومني، اوس اندېښنه داده که رشتيا هم د پوليسو په ليکو کي وسله وال مخالفين نفوذ کوي نو دولت ته يې د جدي مخنيو لپاره تدابير په کار دي.