د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د افغانستان څانګي ټولي پيسې د دې بانک مدير او دوو مامورينو لوټ کي او د کرښي ها خوا ته تښتيدلي دي .
په کندهار کي د افغان بانک عمومي مشر فضلي احمد اعظيمي وايې ، چي پېښه وړمه ورځ رامنځ ته سوې ده او د بانک مدير سيداحمد اغا او دوه مامورين د پيسو تر لوټيدو وروسته خپلي کورنۍ هم د کرښي ها لوري ته بېولي دي .
د بانک د رييس په وينا چي په بانک په دې څانګه کي تر پنځوس ميليونه زياتي افغانۍ موجودي وې ، خو څرګنده نه ده چي لوټوونکو به څومره وړي وي ، په وينا يې چي د خزانې دروازې تړل سوي دي او تر اوسه خلاصي سوي نه دي ، خو د دې بانک يوه باوري سرچينه وايې چي په بانک کي ( ۸۱ ) ميليونه افغانۍ موجودي وې او لوټوونکو ټولي وړي دي .
د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چي په دې اړه جدي پلټني او څيړني پيل سوي دي او د پيښي د ښه څېړني دپاره مرکزي ادارې يو پلاوی هم ټاکلی دی چي نن بنجشنبه به کندهار ته را ورسيږي .
کور / تازه خبرونه / کندهار : د بانک مدير او مامورينو د ( ۸۱ ) ميليونه افغانيو سره پاکستان ته تښتېدلي دي.