په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو په پراخه کچه نشي توکي ، وسایط ، سټلایټ تلیفونونه او تورن کسان په سرحد کی نیول دی .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي) وايي چي تیره ورځ ددوهم کنډک سرحدي پولیسو د دیشو ولسوالۍ دریګ په سیمه کي ۳۲۸ کیلوګرامه وچ تاریاک ، ۱۵۱ کیلوګرامه لانده تاریاک ، ۱۳ کیلوګرامه هیرویین ، ۲۱ کیلوګرامه چرس ، دوه عرادې موټرونه چي لومړی ټیوټا او دوهم لوکسل دی نیولي ، ترڅنګ یې دوه پایې سټلایټ تلیفونونه او څلور تورن کسان دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
هغه وویل چي نیول سوي کسان محمد نظر د الله نظر زوی دګرمسیرولسوالۍ دلکي دسیمي اوسیدونکی دی ، ضیا والحق د عبدالستار زوی د ګرمسیرولسوالۍ د درویشان دسیمي اوسیدونکی دی ، عبدالجلیل دمحمد سرور زوی د دیشو ولسوالۍ اوسیدونکي دی ، اسماعیل د میرحمزه زوی د پاکستان دپوستې دسیمي اوسیدونکی دی .
دښاغلي درستیزوال په وینا چي ټول نیول سوي توکي او کسان یې دنشي توکو سره دمباریزې مدیریت ته وسپارل .
هغه وویل دغه نشيي توکي او تورن کسان یې په هلمندکي دوسلوالو پروړاندي دپراخه کچه پیل سو عملیاتو په دوام نیولي دي .
او دامهال یې دوسلوالو پروړاندي په تریخ ناور سیمه کي هم دارنه عملیات دوام لري چي ډیری سیمي یې ورڅخه نیولي دي .