د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې په هېواد کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال کمپل سره ولیدل او په بېلابېلو مسایلو یې خبرې وکړې.
په پيل کې، جنرال کمپل امریکا ته د خپل وروستۍ سفر بشپړ رپوټ اجرایوي رییس ته وړاندې وړاندې کړ. هغه وویل: چې امریکا ته د خپل سفر پر مهال یې د پنټاګون، د امریکا د سنا جرګې او نورو چارواکیو سره لیده کاته کړي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې معلومات ورکړي دي.
جنرال کمپل زیاته کړه: له نېکه مرغه چې په امریکا کې له افغانستان نه د ملاتړ لپاره لېوالتیا ډېره ده او دوی د افغانستان راتلونکې ته هیله من دي.
د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وویل: افغان امنیتي ځواکونه ښه ځلېدلي او اوس یې د نړیوالو ملاتړ او ډاډ د پام وړ ترلاسه کړی دی.
دغه راز په لیدنه کې د هېواد او سیمې پر وضعیت هم خبرې وشوې.
اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستان نه د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا مرستې اغېزمنې وبللې او مننه یې وکړه.
اجرایوي رییس وویل: چې افغان امنیتي ځواکونه لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه په سیمه کې له شدیدو ګواښونو سره په یوازې سر مقابله کول ستونزمن کار دی. اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول امریکا له افغان ځواکونو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: افغان ځواکونو یو اوږد واټن تر شا پرېښی، نن له څو کاله وړاندې سره ډېر توپیر لري، ښې تجربې یې ترلاسه کړي، په ځان یې ډاډ پيدا کړی او کولای شي چې د وسله والو مخالفانو بریدونو ته ځواب ووایي.
ده وویل، له دې ټولو سره سره افغان ځواکونه درنو وسلو، عصري تجهیزاتو او هوايي ځواک ته اړتیا لري، چې د ملي یووالي حکومت یې له خپلو ملاتړو څخه په دې برخه کې د مرستې تمې لري.
اجرایوي رییس په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو له هڅو او هاند نه د مننې ترڅنګ وویل، چې اوس یې له خپلې خاورې او خلکو نه د دفاع وړتیا موندلې او د خلکو باور یې ترلاسه کړی دی.