کور / تازه خبرونه / زابل: د وسلو او چاودېدونکو توکو ډک کانټينر ونيول سو

زابل: د وسلو او چاودېدونکو توکو ډک کانټينر ونيول سو

په زابل کي ګډو ځواکونو د کندهار ـ کابل پر لويه لار د دې ولايت په شاجوۍ ولسوالۍ کي د وسلو او چاوديدونکو توکو څخه ډک کانټينر نيولی دی .
د زابل ځايي مسوولين وايې چي په دې زيرمه کي ۱۵۰ ميله بيلابيلي وسلې نيولي دي او په تړاو يې دوه تنه هم تر پوښتنو لاندي دي .
دا ۱۵۰ ميله وسلې په يوه کانټينټر کي ځای پر ځای سوي وي او د کابل څخه د کندهار په لوري په يوه مازدا موټر کي ځای پر ځای سوي وي چي نن چهارشنبه د زابل اړوند د شاجوۍ ولسوالۍ اړوند د کندهار ـ کابل پر لويه لار ګډو افغان ځواکونو نيولي دي .
د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايې ، چي په تر لاسه سويو وسلو کي ډول ډول کلاشنکوفونه ، تومانچې او نور مهمات شامل دي ، فراهي وايې چي په تړاو يې دوه تنه هم نيول سوي دي او دا مهال تر پوښتنو لاندي دي .
د زابل د امنيت امر وايې ، چې يادي وسلې د ملي اردو او ملي پوليسو د ګډو عملياتو پر مهال نيول سوي دي او دوی هڅه کوې چي د خپل ولايت په اړوندو سيمو کې امنيت خوندي کړې او اوس يې امنتي ساحه پراخه سوې ده .
د کندهار کابل لويه لاره زيات وختونه د دې ډول لاسته راوړنو شاهده وي .