د کندهار سرپرست والي وايي د افغانستان وسله وال مخالفين د ځينو ولسواليو اوسېدونکي په زوره دې ته اړباسي چي د وسله والو ملاتړ وکړي.
د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ليکل سوي، دا څرګندوني د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې.
د غونډي په پيل کي ټولو ګډونوالو د ميوند د پېښي قربانيانو، د لوګر د پېښي قربانيانو او د سولي شورا غړي حاجي شېرين اغا ته دعا او د فردوس جنت غوښتنه وکړه. د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي په ميوند ولسوالي کي د افغانستان وسله والو مخالفينو د سړک غاړي ماين ځای پر ځای کړی وو، چي پر يو ملکي موټر يې چاودنه کړې، کله چي افغان پوليس د پيښي قربانيانو ته د مرستي په موخه ور روان ول، مخالفينو پر لاري کمين ورته نيولی وو او شپږ ملي پوليس يې شهيدان کړل.
ښاغلي ويسا داراز د لوګر پر امنيه قومندانۍ د وسله والو مخالفينو بريد يو وحشيانه او غيرانساني عمل وباله او په کندهار کي يې د سولي شورا د غړي حاجي شيرين اغا شهادت لويه ضايعه وبلله او د مرحوم کورنۍ ته يې د زغم هيله وښوده.
سرپرست والي وويل چي د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي وسله وال مخالفين د سيمي اوسېدونکي په زوره دې ته اړباسي چي د وسله والو ملاتړ وکړي. نوموړي زياته کړه د افغانستان وسله وال مخالفين د خپلو بادارانو په امر د عامو خلکو هر ډول ځوروني او ځپلو ته تيار دي.
د کندهار سرپرست والي ټينګار وکړ چي د سولي شورا او ولايتي شورا غړي بايد د خلکو پر ذهنونو کار وکړي، تر څو خلک دې ته اماده سي چي د خپل ځواکونو ملاتړ وکړي او د خپل هيواد ابادۍ ته لستوڼي راونغاړي. ښاغلي ويسا زياته کړه: زه پر دې باور لرم چي که خلکو ته د سولي اهميت وروپېژندل سي او د اسلام د مقدس دين سم انځور خلکو ته وړاندي سي، يقيناً به خلک سولي ته تمايل پيدا کړي او د خپلو ځواکونو ملاتړ به وکړي.
ملي امنيت رياست خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ۲۰ وسله وال ترهګر او ۳ قاچاقبران نيولي دي. داراز يې تېره اوونۍ د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ۲ کشفي مخابرې، يو کلاشينکوف، يو له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل او ۲۹ بېلابېل ماينونه نيولي دي.
د امنيه قومندانۍ د راپور پر اساس ملي پوليسو تېره اوونۍ د يو لړ عملياتو پر مهال ۲۹ وسله وال مخالفين وژلي او ۵ نور يې ژوندي نيولي دي. راپور زياتوي چي يو موټرسايکل بم او ۳ نور موټرسايکلان يې له وسله والو مخالفينو څخه نيولي دي. د راپور د معلوماتو له مخي ملي پوليسو ۱۳۰ بېلابېل ماينونه، ۲ پيکا، ۲ راکټ اندازه، ۷ کلاشينکوفونه، ۲ توپنچې، ۴ مخابرې او ۵ د هشتادو دو مرمۍ نيولي دي. امنيه قومندانۍ ۱۵ معتادين د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي او ۵۰ ګرامه هيرويين يې نيولي دي.
د عامه نظم پوليسو تېره اوونۍ ۱۶ وسله وال مخالفين وژلي، ۱۱ کلاشينکوفونه، ۲ پيکا، ۲ راکټه، يوه شل ټکه سلاح، يوه ۵ ټکه سلاح، يو صندوق د کلاشينکوف مرمۍ، ۴ مخابرې، ۱۲ ماينونه، يو زرنج، ۱۱ موټرسايکلان او ۳ خېمې يې نيولي دي.