کور / تازه خبرونه / ایا افغانستان ریښتیا هم په ښه لور روان دی

ایا افغانستان ریښتیا هم په ښه لور روان دی

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر راتګ او له ایران سره د افغانستان د اړیکو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا خپلواکې ورځپانې د ولسمشرغني له قوله لیکلي د پاکستان ژمنې او اقدامات باید د سولې په ټینګښت کې مثبتې پایلې ولري.

همدې ورځپانې د راحیل شریف څرګندونې هم راخیستې چې ویلي دي لازمه ده، چې له یو بل سره یوځای او په ګډه کار وکړو، اندېښنې په ګډه مطرح کړو، ترهګر نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان دښمنان هم دي.

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ایا افغانستان ریښتیا هم په ښه لور روان دی؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي، افغانستان په داسې یو واټ روان دی، چې وروستی منزل یې هېواد د بلې پردۍ جګړې پر ډګر بدلوي.

بلې خپلواک ورځپانې سرنوشت لیکلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسنی سیاست مقطعي او لنډ مهاله دی، دغه هېواد خپلو ګټو ته تر رسېدو پورې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوي او ښايي له هغه وروسته بیا د ترهګرو صدرول پيل کړي.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکي، له پاکستان سره د نوي سیاست په اړه وضاحت په کار دی.

انیس دولتي ورځپانې د افغان ولسمشراشرف غني له قوله لیکلي له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې به د نور هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو په زیان نه وي.

بلې دولتي ورځپانې هېواد لیکلي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو هڅې پراختیا مومي.

وړاندې په مطلب کې راغلي د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره کمېسیون ټاکلي.

هېواد لیکي، جمهور رییس محمد اشرف غني به هم د دغو ګډو همکاریو کمېسیون ته د افغانستان له اړخه د کابینې یو وزیر ور وپېژني.

هېواد په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د باورد رامنځته کېدا ته اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي لویه غوښتنه دا ده، چې نور د یو بل په چارو کې د ناوړې لاسوهنې دود ته د پای ټکی کېښودل شي.