کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۷۷ وسله والو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۷۷ وسله والو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۷۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، تخار، کندوز، بدخشان، سرپل، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.