کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د مدني ټولنې دانستیتوت په پرانست غونډه کې ګډون وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې مدني ټولنې په تېرو دیارلسو کلونو کې یو اوږد او ستونزمن پړاو شاته پرېښی؛ خو لا هم اوږده لاره په مخکې لري.
هغه زیاته کړه، په تېرو دیارلسو کلونو کې مدنې ټولنې د هېواد په تحولاتو او د ټولو پروسو په اغېزمنتیا، د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ، له فساد سره په مبارزه او نورو برخو کې د غږ پورته کولو لپاره عمده او اساسي رول ترسره کړی دی.
اجرایوي رییس وویل: اوس خلکو د مدني ټولنو رول درک کړی او په اړه یې پوهېږي او د مدني ټولنو ټولې هڅې د خلکو په استازیتوب وې، چې ښې پایلې درلودې. سره له دې چې په مدني ټولنو تورونه ولګېدل، له ستونزو سره مخ وې؛ خو هېڅکله یې د ملت له غږ پورته کولو او خلکو ته له خدمت کولو لاس وانخیست.
هغه د حکومت له لوري ډاډ ورکړ، چې له مدني ټولنې نه به په هر حالت کې هر اړخیز ملاتړ کوي او دوام به ورکوي.
جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د خلکو د غوښتنو او ارمانونو د پلي کېدو لپاره اوږد واټن په مخ کې دی، حکومت په مدني ټولنې حساب کوي او مدني ټولنه هم کولای شي چې د ملي یووالي په حکومت حساب وکړي.
اجرایوي رییس د افغانستان د مدني ټولنې د انستیتوت جوړول د مدني ټولنو د همغږۍ، پیاوړتیا او ظرفیت جوړونې لپاره اغېزمن ګام وباله او مننه یې وکړه، چې د دې انستیتوت رهبرۍ حبیبه سرابي د افغانستان د مدني ټولنې انستیتوت د مشرې په توګه ټاکلې، ځکه نوموړې د مدني ټولنو په برخه کې د فعالیت ښه مخینه لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله ژمنه وکړه، چې په هر حالت کې به د مدني ټولنې تر شا ودرېږي او د خلکو د غوښتنو او ارمانونو د پلي کېدو لپاره به کار کوي.
د افغانستان د اسلامي جهموریت اجرایوي رییس د اغان خان له بنسټ نه د افغانستان د توسعې او بېلابېلو برخو سره له شویو مرستو مننه وکړه او یاد انستیتوت ته یې د بري هیله وکړه.
دغه راز د یاد انستیتوت مشرې او د افغانستان د اسلامي جمهموریت د اجرایوي رییس سلاکارې حبیبې سرابي وویل، چې دغه انستیتوت به وکولای شي د ظرفیت جوړونې په برخه کې اغېزمن تمام شي.
د نوموړې په وینا، چې افغانستان له ډېر وخت راهیسې د مدني ټولنو د فعالیت مخینه لري، چې مخکې دا فعالیتونه د جرګو او شوراګانو له لوري په سیمه ییز ډول ترسره کېدل او له دې وروسته به د افغانستان د مدني ټولنې انستیتوت هڅه وکړي، چې مدني ټولنې پياوړې کړي.
په افغانستان کې اغاخان بنسټ ديپلوماتیکې استازې نورجهان معاویني په خپله پرانستې وینا کې له ډاکټر عبدالله عبدالله مننه وکړه، چې تل یې له مدني ټولنې ملاتړ کړی دی.
هغې وویل، یاد انستیتوت به وکولای چې په هېواد کې د مدني ټولنو اعتبار زیاد کړي.