د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن له غرمې وروسته د پاکستان داردو له لوی درستیز راحل شریف سره چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې او په دوه اړخیزو مسئلو کې له شویو پرمختګونو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د پاکستان د اردو لوی درستیز ښاغلي راحل شریف وویل چې هېواد یې د سولې او ثبات د خبرو اترو د پرمخ بیولو په لاره کې له افغانستان سره همکاري کوي او پاکستان به د دغه هدف لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
د دغې کتنې په پای کې دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ په همکاریو کې پرمختګ به په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت سبب شي.