کور / تازه خبرونه / کابل چاپ ورځپاڼو د جهادي مشرانو پر غبرګونونو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو د جهادي مشرانو پر غبرګونونو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان جهادي مشرانو د وروستیو خبروپه غبرګون د اجرایه ریس عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه لیکلي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې د افغانستان د جهاد اززښتونه تل پاتې ګڼلي او ویلي دي چې دغه ارزښتونه باید د هیڅ غرض لپاره ونه کارول شي.

هېواد وړاندې لیکي چې اجرایه ریس د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ټولو افغانانو حکومت ګڼلی دی او ویلي دي چې زموږ پیغام د افغانستان خلکو ته د سولې او یووالي پیغام دی.

انیس دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې سره لیکلي چې عبدالله عبدالله د یو شمېرجهادي مشرانو دغه ادعاګانې ناسمې ګڼلي چې ګوندې که زه وزیر وم نو جهاد او ارزښتونه یې خوندي دي او که نه وم نو نه دي.

سرنوشت ورځپاڼه هم په همدې اړه په یو مطلب کې لیکي چې د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د جهادي مشرانو د څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې که هرڅوک او ډله د هېواد ستونزو ته په کمه سترګه ګوري او د افغانستان د اړتیاوو په هېرولو سره په کوم اقدام لاس پورې کوي نو ناوړه پایلې به ولري.

سرنوشت لیکي، جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف د یکشنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کلیزې په نمانځغونډه کې په خپله وینا کې په حکومت سختې نیوکې وکړې او د هغو څرګندونو په اړه چې ګني جهاد په کابینه کې د غړیتوب معیار نه دی خپل غبرګون وښود.

سرنوشت وړاندې لیکي چې په دې وروستیو کې جهادي مشرانو یو ځل بیا په نوې کابینه کې د مجاهدینو په پیکه شتون انتقاد کړی دی.

اطلاعات ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې سره بیا د اجرایه ریس عبدالله عبدالله د څرګندونو یوه بله برخه راخیستې چې ویلي یې دي، اوس مهال زموږ په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې ناامنۍ موجودې دي چې خلک یې له امله ځورېږي، ښاغلي عبدالله د سولې راوستل د خلکو لومړنۍ اړتیا وګڼله او ویې ویل چې د ملي وحدت حکومت او د مجاهدینو مشران باید په دې برخه کې کار وکړي.