کور / تازه خبرونه / زابل: اکثریت خلک له اوسني حالت څخه نا خوښ دي

زابل: اکثریت خلک له اوسني حالت څخه نا خوښ دي

په ټولنیزو چاروکې د جمهور رئیس د سلاکار او د سولې د عالي شورا د مرستیال اسدالله وفا په مشرۍ د زابل ولایت د عمومي وضعیت د څېړنې په موخه لېږل شوي پلاوي، نن مازیګر د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته خپل رپوټ وړاندې کړ.

دغه پلاوي وویل چي دوی د جمهور رئیس د حکم له مخې د زابل ولایت د عمومي وضعیت د څېړنې په موخه د دغه ولایت د ولایتي شورا له غړو، د زابل د مرکز او ولسوالیو له دیني عالمانو، روحانیونو، د مدنې ټولنې له غړو، ځوانانو، د ښوونځیو له استادانو، د ښځو چارو د ریاست په شمول د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو له چارواکو او کار کوونکو سره وکتل او په زابل کې د موجود وضعیت په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.

پلاوي څرګنده کړه چې د زابل اکثریت خلک په دغه ولایت کې له اوسني حالت څخه نا خوښ دي او د زابل په سیمه ایزه اداره کې د ژور بدلون او سمون غوښتنه کوي.

پلاوي د زابل په مرکز قلات کې په نوي جوړ شوي روغتون کې د اداري فساد له امله د دغه ولایت د خلکو شکایتونه او په دغه ولایت کې د یو پوهنتون د جوړېدو لپاره د زابل د خلکو غوښتنې جمهور رئیس غني ته و رسولې.

لېږل شوي پلاوي د زابل امنیتي حالت د ډاډ وړ ونه باله، وړاندیز یې وکړ چې د دغه ولایت د امنیتي حالت د ښه والي لپاره دې بیړني اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زابل ته د لېږل شوي پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته وویل چې په ادارو کې د سمون رامنځته کول یوه مهمه اړتیا ده، د زابل د ادارې د سمون او بدلون لپاره چې پلاوي کوم وړاندیزونه کړي دي هغه به په دقیقه توګه وڅېړل شي او په لنډ وخت کې به یې په اړه اقدامات ترسره شي.
لاندي ويديو (لراوبر ارشيف)