((زه او هدېره:
نن بیا هم دعادت سره سم په هدېره کې سر یم د لوحو پر ټنډو د خپلو ملګرو ژوندلیکونه لولم هرڅه په نظر مړه راځي، هیڅوک هم د دوی په مړینه نه ژاړي یوازې جنډې دي چې د دوی د ویر ثنا لولي رپ رپ کوي، زه بړق بړق کوم، هیچا دوی ته په خپله غېږه کې ځای ورنکړ یواځې هدېره ده چې دوی یې په خپله غېږه کې نیولي دي، بل طرف ته ما په خپل زړه کې د دوی د تیرو یادونو جهان ودان کړی دی، نو ځکه مې له ځانه نفرت وشي چې هدیرې ته ورته یم.))
پورتنۍ ادبي ټوټه، د خوست ادبي بهیر د تیرې اوونۍ په نوبتي غونډه کې د فریدون رایان له خوا کره کتنې ته وړاندې شوې وه.
ساده حیدرخیل پر دغه ادبي ټوټه د خپلو خبرو په سر کې د استاد غضنفر د یوې نظریې یادونه وکړه، چې په وینا یې زموږ په ټولنه کې د جنګونو او تراژیدیو له امله یوه مسلسله مایوسي روانه ده، خو د دې مایوسۍ دا حد، چې څوک پکې له ځانه هم نفرت ولري، دا نو تر مایوسۍ ورتیره (ناروغي) ده.
ساده وویل، چې ده ته په دې ټوټه کې یو ډول متضاد حالت، یا ټکر ښکاري، ځکه په سر کې وايي، چې د عادت له مخې هدیرې ته ځي او عادت ډیر کله د مینې او علاقې له مخې کیږي، خو په پای کې له ځانه نفرت کوي، نو دلته ده، چې مینه او نفرت په متضاد حالت کې واقع شوې دي.
بهیر بیا د ساده حیدرخیل له دې نظر سره جوړ نه ؤ، چې عادت تل د مینې او علاقې له مخې وي، ده وویل چې ممکن ځینې خلک په ژړا هم عادت وي.
بهیر همدا راز په لیکنه کې تخنیکي اړخ ته تم شو او د فاصلو، کامو او نورو لیکنښو یادونه یې وکړه، چې په لیکنه کې ضرور وې، ولې نه دي مراعات شوي او د دې ترڅنګ یې وړاندیز دا ؤ، چې د قبر لوحې ته که د ژوندلیک پر ځای د (شناختې) کلمه وکارول شي مناسبه به وي، ځکه دا مروجه هم ده.
نجیب الله واثق پر دې خبره تعجب وکړ، چې ولې موږ له هدیرې سره مینه نه لرو، حال دا چې هدېره موږ ته په خپله غیږ کې ځای راکوي.
استاد نورالله لیونخیل لومړی د ادبي ټوټې پر تیورۍ خبرې وکړې. ده وویل چې ادبي ټوټه لطیف ادب او حتی نثري شعر ګڼل شوی، ځکه د دې ژانر ځانګړنه دا ده، چې خبرې په نثر کې وي، خو ترکیبونه یې شعري وي. استاد د هاشمي صیب په حواله ادبي ټوټې دوه ډوله وبللې:
یو ډول داستان لرونکي او بل ډول له داستان پرته، یا د لیکوال خپل برداشت.
ده دا هم وویل، چې په ناول او کیسه کې پلاټ او منطق ډیر ضروري وي، خو په ادبي ټوټه کې نه.
استاد د ادبي ټوټو په اصولو کې شاعرانه ژبه، په یوه خیالي او خواږه نظام کې راټوله بې ترتیبي او د لیکوال د خپلو احساساتو دخالت مهم وبلل او د رایان په دې لیکنه کې یې (د لوحو پر ټنډو) د ویر په ثنا کې (رپ رپ) شاعرانه ترکیبونه یاد کړل.
د استاد په وینا: د ادبي ټوټو خوږلني او کمال همدا دی، چې موږ ته یې د هدیرې ویروونکي خبره خوږه کړه او زه ترې په ټوله کې د رحمان بابا د دغه بیت مفهوم اخلم:
هرزنده چې د مرده په قبر ورشي
بس دی دومره نصیحت په دې دنیا
استاد ظاهرشاه زهیر په دغه ادبي ټوټه کې ښه پیغام دا یاد کړ، چې په لوستو یې د سړي ذهن ته خپل تللي (وفات شوي) ملګري او خپلوان دریږي، نو حد اقل د هغوی په حق کې دعا ته سړی هڅوي.
خو د دې ترڅنګ د استاد دا خبره هم د پام وړ وه، چې په ادب کې نوی والی په کار دی او تراژیدي موږ زړه کړه، ښه به وي که له دې وروسته زموږ په ادبیاتو کې ژوند او هیله بښونکو پیغامونو ته ډیر ځای ورکړل شي.
استاد زهیر د استاد لیونخیل له خوا د رحمان بابا وړاندې شوي بیت ته په اشارې وویل، چې ده هغه نه، بلکې د خیبر اپریدي د دغه بیت برداشت ترې واخیست:
دا هدیره ده، دا د ستړو ځای دی
دلته شاهان هم قافلې اړوي
قدرت الله درمان وویل، چې له هدیرې کرکه نه وه په کار، ځکه دا د زغم ځای دی او حمید هوډ د نفرت پر ځای د ویرې کلمه مناسبه ګڼله.
سیف الرحمن سراج په لیکنه کې د ښې عاطفې او ښه احساس یادونه وکړه او په وینا یې د پښتنو د مړینې قدردانۍ ته هم پکې اشاره شوې وه.
محمد رحیم سکندر په لویه کې د ادبي ټوټو لیکونکو ته په اشارې وویل، چې د هغوی زیاتره یې شاعران هم وي، ځینې یې د شعر پر ځای ټوټې لیکل پیل کړي او ځینې خپل شاعرانه خیالونه په نثري ټوټو کې تکرارً ځایوي.
د ملګرو له هراړخیزې کره کتنې وروسته فریدون رایان لومړی په ټوټه کې ځینو تخنیکي ستونزو ته په اشارې وویل: زه جسماً په کمپیوټرساینس او روحاً په ادبیاتو کې یم، خو ما دا لیکنه بل ملګري ته د ټایپ کولو له پاره سپارلې وه.
رایان په لیکنه کې ځان له هدیرې سره د پرتله کولو له پاره دلیل دا راوړ، چې خلک عموماً له هدېرې نفرت کوي، ما له ځانه نفرت کړی، ځکه هغه مړي ساتي او ما ملګري ساتل.
په ټوله کې د یادې ادبي ټوټې محتوا او د لیکوال فکر وستایل شول او ملګرو هیله مندي ښوده، چې رایان د نثري ټوټو لیکلو وړتیا لري او له ډیرو لیکلو سره به یې وړتیا لا وغوړیږي.
یاده دې وي، چې تر کره کتنې وړاندې د تیرې اوونۍ پر ګزارش هم ملګرو خپل نظرونه وړاندې کړل.
استاد لیونخیل په ګزارش کې د ګډونوالو له نومونو سره د لقبونو راوړل مناسب نه بلل او د استاد همدا نظریه فریدون رایان په دې بیت پسې بدرګه کړه، چې:
په حجره کې فرق د خان او غریب نشته
هر سړی د سړي ورور دی په حجره کې
ساده حیدرخیل په ګزارش کې د نقل قولونو او موضوع لږ نور وضاحت وغوښت، خو استاد زهیر دلیل دا راوړ، چې اوس له خلکو سره وخت کم دی، نو ښه دا ده، چې لنډ ولیکل شي، خو داسې چې کومه موضوع پاتې هم نه شي. ده د ګزارش همدا روانه بڼه تایید کړه.
سکندر په ګزارش کې د دوو کسانو د خبرو ټکر جالب وباله، چې که دې برخې ته ډیره پاملرنه پکې وشي ښه به وي. بهیر د خپل ګزارش په اړه د ملګرو نظریاتو ته ځواب ووې او ورپسې د کره کتنې لړۍ پیل شوه.
د خوست ادبي بهیر د دې اوونۍ غونډه چې د فریدون رایان له خوا د پاک قران په تلاوت پیل شوې وه، د سټیج چارې یې محمد رحیم سکندر پر مخ وړې.
د ناستې وروستۍ برخه مشاعرې ته ځانګړې وه او په نوبت پکې (اقبال غورځنګ، حمید هوډ، نوراجان بهیر، نجیب الله واثق، نورنواز مدیخیل، خیال حیدرخیل، قدرت الله درمان، عبدالرحیم فدا، رحمت الله شاداب، ساده حیدرخیل، فریدالله رایان، سیف الرحمن سراج، محمدسلیم وفا، نقیب رسول کلیوال او کاظم) شعرونه واورول.
راتلونکې ناستې ته د استادانو په مرسته سکندر د کلمو د ادغام لیکچر مسؤولیت واخیست.
په ادبي مینه
د خوست ادبي بهیر د ګزارشونو لړۍ