په زابل کې ښځو د هغه پيښي په غبرګون کي لاريون وکړ ، چي وړمه شپه يوه تن د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلي کورنۍ ۷ غړي ووژل .
ميرمنو په زابل کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د پيښو د زياتوالي خبر ورکوي ، د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي زياتوالی د دې رياست د ښځو چارو رياست هم مني .
لسګونه ښځي نن شنبه په مرکز کلات کي راټولي سوي وې او دلته يې د هغه پيښي په سختو ټکو غندنه کول ، چي د احسان الله په نوم يوه تن وړمه شپه د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلي کورنۍ ۷ غړي ووژل او وروسته د تيښتي پر مهال د پوليسو له لوري په نښه او خپله قاتل هم ووژل سو .
د دې ولايت ښځو په زابل کي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی خورا زيات باله او له دولته يې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي او د ميرمنو د حقونو د ورکولو غوښتنه کول .
ميرمنو د دې ولايت پر دولتي چارواکو تور پوري کاوه چي د ښځو پرمختګ ته يې هيڅ راز پاملرنه نه ده کړې او په خپلو شخصي ګټو بوخت دي .
د زابل د ښځو چارو رياست د خپلي ادارې چاري شفافي بولي خو د ښځو په وړاندي د لس سلنه تاوتريخوالي د زياتوالي پيښي مني .
د رياست مشره صديقه جلالي د پيښو د زياتوالي لاملونه د خلکو د عامه پوهاوي دپاره د پروګرامونو کموالی او د ستونزي د اوږديدو لامل بيا د نوي پيل سوي حکومت د چارو ځنډ بولي .
اغلې جلالي وايې ، چې د تاوتريخوالي ډيري پيښي په بدو کي د انجونو ورکړه او د ډيرو ولورونو له امله د کورنو څخه د ښځو تيښته ده .
تېره اونۍ د زابل په ګاونډ ولايت کندهار کي هم د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د زياتيدو خبر ورکول سوی وو .