د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف وایي چې دده حکومت او استخباراتي ادارې ( ای ایس ای) د حامد کرزي د حکومت پر ضد د افغان طالبانو مرسته کوله.
د بي بی سي اردو ويب سايټ د راپور له مخې جنرال مشرف دغه څرګندونې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په دې مرکه کې اعتراف کړی چې د خپلې واکمنې پر مهال یې د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر ضد فعالیتونه ترسره کړي وو ځکه چی هغه دپاکستان پرضد دهند مرسته کوله.
خو جنرال مشرف ویلي چې اوس ددې وخت راغلی دی چې د افغانستان اوسني ولسمشر اشرف غني سره بشپړه همکاري وسي، ځکه چې دده په وینا، اشرف غني په سیمه کې د سولې وروستۍ هیله ده او زیاته کړي يي ده چی دولسمشر غني ترټولومهمه پریکړه پاکستان ته شپږ سرتیري د روزنې لپاره استول وه .
د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړ او له هغې ورروسته يې په ختیځو سرحدونو کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي، چې پاکستان یې له ډیرې مودې غوښتنه کوله.