کور / تازه خبرونه / په زابل کې یوتن د خپلي کورنۍ ۷ تنه وژلي

په زابل کې یوتن د خپلي کورنۍ ۷ تنه وژلي

په یوه دردونکې پېښه کې تیر ماښام په زابل کې یوتن د خپلي کورنۍ ۷ تنه وژلي .
پوليس مقامات وايي چي قاتل په نشه روږدی او تازه له زندان څخه خوشي شوی وو .
په وژل شویو کسانو کې له یومیاشتي څخه بیا تر ۲ کالو پوري ۳ ماشومان ، ۲ ښځي او ۲ نارینه شامل دي .
قاتل تر پېښي وروسته له کلات ښار څخه د تېښتي په حال کې وو چي د پولیسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی .
د زابل د جنايي پوليسو یو تن منصبدار او د وژل شوي کورنۍ یو ه ګاونډي امریکاږغ ته د پېښي په اړه وويل
(( قاتل خپله میرمن ، وریندار ، ۲ وروڼه ، لور او ۲ نور ماشومان وژلي ، هیروئیني وو ، کله چي موږ د پېښي ځای ته راغلو پر موږ يې ډزي وکړې او د کورونو په منځ کې را څخه وتښتیدی خو نن سهار مو د کابل – کندهار پر لویه لار چي غوښتل دستګیره یې کړو نه تسلیمیده او پولیسو په ډزو باندي وواژه )) .
د زابل د جنايي تحقیقاتو امر سمونمل متین خان وايي چي قاتل په نشه روږدی وو او د کورنۍ د شکایت پر اساس نږدې یوه میاشت زنداني هم وو .
دی زیاته وي چي تیره ورځ د څارنوالۍ له لوري تر خوشي کیدو وروسته هغه کورنۍ ته ستون شوی وو او تیر ماخوستن يې د خپلي کورنۍ د غړو په قتل لاس پوري کړی .
پوليس مقامات پېښه له کورني تاوتریخوالي سره تړلې ګڼي خو وايي چي قاتل ممکن د خپل بند په اړه له کورنۍ سره عقده نیولې وي .
په جنوبي ولایاتو کې تر دې مخکې هم ورته پېښي رامنځ ته شوي چي وروستۍ يې په اروزګان کې وه او یوه تن د خپلي کورنۍ ۶ تنه وژلي وو .
له غیري مسئولو کسانو سره د وسلو شتون ، کورنی تاوتریخوالی ، رواني ناروغۍ او فقر د دغه ډول پېښي عمده علتونه بلل کیږي .