دهرات سرپرست والي هغه راپورونه ردوي چې ګواکې تیره شپه وسله والو مخالفانو پرشینډنډ ولسوالۍ حمله کړې.
اصلي الدین جامع نن وویل چې یوازې د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطانو کې خال خال ټکان اوریدل کیږي خو حمله يي رد کړي .
له دې وړاندې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وه چې وسله والو مخالفانو پر شینډنډ ولسوالۍ حمله کړې ده.