په کندهار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل سوی او ٧ نور ژوبل سوي دي.
د والي وياند صميم خپلواک وويل چې دا پېښه پرون په دامان ولسوالۍ کې سوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ د تور کوتل په سيمه کې د يو فيلډر موټر او سرف تر منځ ټکر سوى چې له امله يې يو کوچنی وژل سوي او ٧ نور ژوبل سوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول سوي خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ویلي .