د کندهار ملي امنيت رياست د هيواد د مخالفينو يو ډيپو کشف او ترلاسه کړ او له ياد ډيپو څخه يې زيات شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د کندهار ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ملي امنيت منسوبينو د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس د وسله والو مخالفينو يو ډيپو چي د سپين بولدک ولسوالۍ د حوت غره په سيمه کي وو او وسله والو مخالفينو غوښتل له يادو وسلو او مهماتو څخه په کندهار ښار او ولسواليو کي ترهګريز بريدونه وکړي، کشف او ترلاسه کړی دی.
له ياد ډيپو څخه ٢ ميله کلاشينکوفونه، ٦ د وسايطو ضد ماينونه، يو لاسي جوړ ماين، ١٢ پېټۍ د دهشکې مرمۍ، ١٥ کيلوګرامه پرزه يي باروت، ١٠٠ کيلوګرامه پوټاشيم، ٢٠ متره ثانيه سوزلاين، ٥ د پرسونل ضد ماينونه، ٣٠ متره انفجاري لاين، ٧ عدده د کلاشينکوف شاژورونه، ٤ د راکټ انداز مرمۍ، ٢٠٠ مختلفي مرمۍ او ٣ په طالبانو پوري اړوند د شبنامې پاڼي ترلاسه سوي دي.