کور / تازه خبرونه / د ايران کونسل د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

د ايران کونسل د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

نن تر غرمې وروسته د ايران کونسل حميدرضا کريمي د کندهار له سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل. په غونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د دفتر رئيس عزيزاحمد خالد او د باندنيو چارو رئيس عبدالنافع ثناء هم ګډون کړی وو.
د ايران کونسل حميدرضا کريمي د غونډي په پيل کي د کندهار سرپرست والي ته د ايران د ويزو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د ارقامو له ورکولو سره يې وويل چي د تېر کال په نسبت يې سږ کال د ويزو په اړه عامو خلکو او تجارانو ته ډېري اسانتياوي برابري کړي دي. د ښاغلي کريمي په خبره چي د تېرو کلونو په نسبت يې سږ کال د سويلي زون اوسېدونکو ته دوه برابره ويزې ورکړي دي. نوموړي زياته کړه چي اوس ويزې ډېر ژر او له کومي ستونزي پرته ورکول کيږي.
ښاغلي کريمي داراز يادونه وکړه چي ايران په زراعتي برخه کي ډېره ښه ماشينري لري او دوی هر وخت دې ته لېواله دي چي افغان تجاران او بزګران له دغو ماشينرۍ څخه ليدنه وکړي. حميدرضا کريمي د غونډي په پای کي د کندهار سرپرست والي او د هغه مرستيال ته بلنه ورکړه تر څو د ايران د ملي ورځي په لمانځنغونډه کي ګډون وکړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ايران له کونسل څخه مننه وکړه چي د ويزو په برخه کي يې د کندهار د خلکو لپاره اسانتياوي رامنځته کړي او پخوانۍ ستونزي يې له منځه وړي دي. ښاغلي ويسا د ايران له همېشنۍ همکارۍ څخه د منني تر څنګ وويل چي ايران هر وخت له افغانستان سره دوست هيواد پاته سوى او هر مهال يې کومکونه کړي دي.
د کندهار سرپرست والي وويل چي که ايران د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره د زراعتي ماشينرۍ مرسته وکړي، نو دا به له افغانانو سره په تعليمي برخه کي نه هېرېدونکې مرسته وي. نوموړي زياته کړه چي دا نوی تاسيس سوی پوهنتون دی چي په ډېرو برخو کي مرستو ته اړتيا لري او له لويو ضرورتونو څخه يې يو دا دی چي د زراعت اړوند ماشينري ورکول سي.