د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ خپل مطالب د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکایي چارواکو په بیلابیلو نظرونو او د انتخاباتي سیسټم د اصلاح په اړه تبصرو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې بیا به هم بې تعریفه جګړه دوام ولري.
ورځپاڼې د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکایي چارواکو نظرونه را اخیستي او ویلې یې دي، چې همدې بیلابیلو نظرونو په کتو د بې تعریفه جګړې د دوام امکان شته.
د مقالې لیکونکي د بیلګې په توګه د امریکا د دفاع د وزیر چک هیګل څرګندونې را اخیستي چې ویلې یې دي، افغان ځواکونه د هر ډول دفاع توان لري، خو ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت ته د کاندید په حواله لیکلي، چې د خپلو عسکرو په وتو به له سره غور وکړي.
ویسا وایي، له دې سربیره په دې وروستیو کې د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر وویل، چې طالبان تر ۲۰۱۸ کاله په ښارونو د حملو وس لري.
ورځپاڼې ویلي، چې تیر دیارلس کلونه افغانان په بې تعریفه جګړه کې وسوځیدل او نور باید افغان چارواکي ددې ډول جګړې مخه ونیسي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د جګړې په اړه یوه مطلب کې لیکلی، چې لا هم په هیواد کې د جګړې ښکیلې ډلې له ماشومانو نه ګټه اخلي.
انیس په دې مطلب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په حواله لیکلي، چي په جګړو کې له ماشومانو ګټه اخستنه ډیره شوې او دوی یې سخت اندیښمن کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انتخاباتي سیستم د اصلاح په اړه تبصره کړې او لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې پروژه يي اصلاحات.
ورځپاڼې لیکلي، داسې ښکاري، چې د انتخاباتي سیستم د اصلاح لپاره ځینو رسنیو او په نوم مدني ټولنو ته پروژې ورکړل شوي دي.
د مقاله لیکونکي په باور، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي هم په دې نظر دي، چې په انتخاباتو کې د اصلاحاتو د خبرو تر شا د بهرنیو سفارتونو لاس دی.
سرنوشت لیکلي، د انتخاباتو اصلاح یوه اړتیا ده، خو باید په سیستم خبرې وشي نه په اشخاصو.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره دې له سلیقوي چلندونو ډده وشي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکو منلې، چې په دې کمیسیونونو او سیستم کې اصلاحات راشي، خو ټینګار یې کړی، چې دا فرهنګ هم باید پياوړی شي، چې سیاسي ډلې د دوی پریکړو ته درناوی وکړي.