افغان دولت د پاکستان په ملي پوځي اکاډمۍ کې د روزنې ترلاسه کولو په موخه د ملي اردو شپږ سرتېري اسلام اباد ته استولي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زي وايي چې دغه شپـږ کسيزه ډله دجمعي په شپه ماښام اسلام اباد ته رسېدلې ده.
موسى زى وايي چې دغه شپږ سرتېري به د پاکستان په ملي نظامي اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کوي.
نوموړي د دغه پوځي پلاوي د هرکلي پر مهال رسنيو ته ويلي چې ياد سرتېري د افغانستان د ملي ځواکونو له منځه د وړتيا او استعداد له مخې غوره سوي دي.
د يادونې ده، پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کاوه، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا يې وړانديز ردېده.
بل خوا زیاتو افغانانو د دغو کسانو استولو سره مخالفت کړي او ویلي لکه څنګه چي ولسمشر کرزي دپاکستان دا غوښتنه څو ځله رد کړي وه نو ولسمشر غني هم باید رد کړي وای ددي په ځای چي سرتیري دروزلو لپاره پاکستان ته واستوي .