کور / تازه خبرونه / کندهار: دمیرویس میني لیسه دشهید پتیال په نامه سوه

کندهار: دمیرویس میني لیسه دشهید پتیال په نامه سوه

د پوهني وزارت په داسي حال کي په کندهار کي یو ښوونځی د کندهار د پخواني مرستیال والي شهید پتیال په نامه کړه چي پرهنګپالو تر دي مخکي دکندهار پوهنتون دده په نامه کیدو غوښتی کړي وه.
د کندهار د میرویس ميني لیسه چي د کندهار ښار د اوومي ناحيې د ميرويس ميني په سيمه کي موقعيت لري، د پوهني وزارت لخوا د شهید پتیال په نامه سره ونومول سول، ياده لېسه مخکي د ميرويس مېني په لېسې سره مشهوره وه.
د کندهار د پوهني ریاست ریس عبدالقادر پیوستون وايي چي په دغه کار کي ولایتي شورا ور سره مرسته کړې ده.
پیوستون وايي چي د میرویس میني لیسي نوم يي ځکه د شهید پتیال نامه ته واړاوه چي پتیال د مرستیال والي ترڅنګ یو مخکښ فرهنګپال هم وو.
ځوان فرهنګپال او د کندهار مرستيال والي څه کم دري میاشتي مخکي د نامعلومو وسله والو له خوا په کندهار پوهنتون کي د توپنچې په مرميو ووژل سو.
دشهید پتیال په نامه یو واټ هم مخکي نومول سوی وو.