کور / تازه خبرونه / ٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې د وسلوالو مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تیره ورځ ماسپخین ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په جوبین سیمه کې مخالفو وسلوالو د سیمه ییزو پولیسو په یوې پوستې له لرې واټنه ډزې کړي چې د افغان ملي اردو د هاوان په ځوابیه برید کې د مخالفو وسلوالو یو سرګروپ چې محمد طاهر نومیږي او یو تن بل چې هویت یې نه دی څرګند په کې وژل شوي او ۲ تنه نور یې شدید زخمیان دي.
محمد طاهر چې اصلا د الیشنګ ولسوالۍ د پوهین د سیمې اوسیدونکی دی د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان؛ قهرمان له ډلې سره تړاو لري.
د یادولو ده چې په دغه نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.