د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره د افغان طالبانو د وړتیا په اړه د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې د مشر څرګندونو او پاکستان ته د روزنې لپاره د ملي اردو د سرتیرو لیږلو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکلي؛ چې طالبان به تر ۲۰۱۸ م کاله پورې په ښارونو کې د حملو توان ولري.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د امریکا د دفاعي استخباراتو د مشر وینسنټ سټیوارد په حواله لیکلي چې طالبان به د امریکایي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم په ښارونو د حملو وس لري.
د ورځپاڼې په باور، ښاغلي سټیورډ دا اټکل د امریکا کانګرس ته په یوه لیکلي بیان کې کړی دی.
ویسا د سټیوارد په حواله لیکلي چې په روان ۲۰۱۵ م کال کې به طالبان په کلیو او بانډو کې خپلو حملو ته زور ورکړي او په مرکز کابل به هم حملې زیاتې کړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه لا هم روانه ده.
ورځپاڼې د فیضي په حواله لیکلي چې اوباما په افغانستان کې خپله جګړه بشپړه بللې؛ خو تراوسه هم په افغانستان کې د امریکا جګړه روانه ده.
ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې اوس د امریکا د جنګ وسایل بې پیلوټه الوتکې؛ د امریکا د استخباراتو ادارې شبه نظامیان او امریکایي قرار دادیان دي.
همدې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې له پاکستان سره نوې اړیکې ولې پټې ساتل کیږي.
ورځپاڼې لیکلي، دا مهال پاکستاني او افغان چارواکو تر خپله منځه سفرونه ګړندي کړي او داسې ښکاري چې دواړه هیوادونه به سره نږدې شي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د افغان سرتیرو لومړۍ ډله د روزنې لپاره پاکستان ته تللې.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې دا شپږ سرتیري به اتلس میاشتې د ایبټ اباد په پوځي اکاډمۍ کې روزنه وکړي.
انصار:
انصار ورځپاڼې بیا په همدې اړه په اسلام اباد کې د افغان سفیر جانان موسي زي خبرې رااخیستي چې ویلې یې دي؛ پاکستان ته د روزنې لپاره د ملي اردو د سرتیرو استول د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترویزم په وړاندې مبارزه عملي کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې له دې سرتیرو سره یوځای یو پنځه کسیز پوځي پلاوی هم پاکستان ته تللی دی.