د کندهار ښاري محکمې د ملي اردو دوه سرتيري د انسان تښتووني په تور په لس کاله تنفيذي بند محکوم کړل .
پر دې سرتيرو تور دی چې د ارزګان د پوهنتون يو محصل يې تښتوولی دی.
محمد يوسف او ضياالحق چي دواړه د لغمان ولايت اوسيدونکي دي د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ د ملي اردو سرتيري وه.
دواړوه د ارزګان د لوړو زده کړو د انستيتيوت د دوو محصلينو په تښتوولو تورن دي او وروسته يې د هغوی د کورنيو څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، د دواړو علني محمکه د پنجشنبې په ورځ دايره سوه ، تورنو کسانو ځانونه بې ګنا بلل او زياتول يې چې وهل سوي او شکنجه سوي هم دي .
تورنو کسانو په سيمه کې د پوليسو قوماندان ګلالی تورناوه چي دوی يې دې کار ته هڅولي دي خو ګلالي په خپلو خبرو کې ځان بې ګنا ثابتاوه .
تښتوول سويو کسانو دواړو ټول هغه جريان وړاندي کړ، چي دوی تښتول سوي وه او دواړه تورن کسان يې اصلي تښتوونکي بلل .
د محکمې په جريان کې د ټولو طرفونو تر خبرو او معلوماتو وروسته ښاري محکمې دواړو تورنو کسانو ته د لس کاله تنفيذي بند سزا واورول .
دواړه کسان دوې نوري محکمې هم په مخ کې لري .