کور / تازه خبرونه / وسله والو د پوليو د ګرځنده ټيم ساتونکی پوليس ووژلی

وسله والو د پوليو د ګرځنده ټيم ساتونکی پوليس ووژلی

په کوټه کې وسله والو د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ورکولو پرګرځنده ټيم بريد کړی، او د ټيم ساتونکی پوليس يې وژلی دی. په بريد کې يو ماشوم هم ژوبل سوی دی.
پېښه د کوټې پر سرکي سړک رامنځته سوې ده. چې تر اوسه يې کومې ډلې مسووليت نه دی منلی.
د تېرکال په نومبر مياشت کې هم د کوټې په ختيځ بايي پاس سيمه کې د پوليسو پر ګرځنده ټيم وسله والو بريد کړی و، چې په نتيجه کې يې د درېو ښځينه کارکوونکو په شمول څلور روغتيايي کارکوونکي وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي و. د بريد مسووليت وسله واله ډلې جندالله منلی و.
د بلوچستان ايالتي حکومت د کوټې په شمول د ايالت په ځينو سيمو کې د ګوزڼ ضد د واکسين ورکولو درې ورځنی کمپاين پيل کړی دی.
د ماشومانو نړيوال صندوق يونيسيف وايي، په پاکستان کې د پوليو پرټيمونو په بريدونو کې په تېرو درېو کلونو کې تر شپېتو زيات روغتيايي کارکوونکې وژل سوي دي. چې په کې اته کارکونکي په بلوچستان ايالت کې وژل سوي دي. او واکسيناتوران نه سي کولای د افراطي ډلو له وېري واکسين په سمه توګه او په خپل وخت تطبيق کړي.

www.facebook.com/rafiullah.mandokhail