د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لورې د ښځو په ګډون پنځوس تنو ته د نشه یې توکو د مخینوی په اړه یوه ورځنی د عامه پوهاوی ورکشاپ ترسره شوو.
په دغه ورکشاپ کې د میدان وردګو ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزي رئیس،د نرخ ولسوال او امنیه قوماندان،د ولایتي شورا غړي،د نرخ ولسوالۍ پرمختیایي او د ښځو شورا غړو او نورو ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی وو.
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ذبیح الله فضلي د نشه یې توکو د کر او څښاک له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ده همدا راز زیاته کړه،اداره یې په هغو سیمو کې،چې د نشه یې توکو د کرنې مخنیوی په کې شوی وي،ګڼ پرمختیایي پروژې لري،چې په دغه برخه کې نرخ ولسوالۍ ته هم څو پروژې ځآنګړي شوي او د پلي کولو په برخه کې د ولسونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا غړي عصمت الله عاصم هم له ولسونو وغوښتل،چې له خپل حکومت سره دې همغږی ووسي،ترڅو د بیا رغاونې پروژې په ښه توګه پلی شي .
ده همدا راز ولسونو څخه غوښتنه وکړه،چې د سولې رامنځته کیدو او امنیت په برخه کې هم له خپل حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړئ .
د یاد ورکشاپ په پای کې د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي وویل اولسونو په بشپړ توګه د نشه یې توکو له کرنې څخه مخنیوی کړی او د دغه ولسوالۍ ټول کروندګر په باغدارۍ او نورو برخو کې خپلې کروندې ترسره کوي .
نوموړی د ولسوالۍ د ودانۍ له ستونزو څخه هم یادونه وکړه،چې د چاودنې له امله یې تعمیر نړیدلی او اوس مهال یې په دغه ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ادارې د دفترونو د نشتوالې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي .
دا په داسې حال کې ده،چې په میدان وردګو ولایت کې د نشه یې توکو د کرنې څخه په بشپړ توګه مخنیوی شوی خو په دغه ولایت کې سلګونه کسان اوس هم په نشه یې توکو روږدي دي .