د میدان وردګو ولایت مدني ټولنو او ځوانانو ته د مدني زدکړو او عامه پوهاوي تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیدو.
دغه ورکشاپ چې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست د ثبات پروګرام له لورې تېره ورځ په مرکز میدان ښار کې جوړ شوی وو،په کې د مېرمنو په ګډون ۵۰ تنو برخه اخیستې وه.
په جوړ شوي ورکشاپ کې د میدان وردګو ولایت بېلابېلو مدني ټولنو غړو ګډون کړی وو،چې په کې د مجربو استادانو لخوا د مدني ټولنو د فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.
همدا راز په یاد ورکشاپ کې د عامه پوهاوي او د ځوانانو د روزنې په اړه هم معلومات ورکړل شول،ترڅو د مدني ټولنو غړي په بېلابېلو وختونو کې وکولای شي،چې د ځوانانو د روزنې ترڅنګ په ګڼ شمېر موضوعاتو د عامه پوهاوي چارې هم ترسره کړي .
د ورکشاپ په پای کې مدني فعالانو د ځان لپاره جوړ شوی ورکشاپ ګټور وباله او ژمنه یې وکړه،چې له دوی سره شریک شوي معلوماتو څخه به په ښه توګه په ټولنه کې ګټه واخلي .