کور / تازه خبرونه / د هري پروژې پروپوزل بايد د ځوانانو او ښځو ودي او پراختيا ته لومړيتوب ورکړي

د هري پروژې پروپوزل بايد د ځوانانو او ښځو ودي او پراختيا ته لومړيتوب ورکړي

د کندهار سرپرست والي وايي هره مرستندويه اداره به د پروژو په تطبيق کي ځوانانو او ښځو ته د کار زمينه برابروي.
د نن په انکشافي شورا کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د دغه ولايت يو شمېر رئيسانو او د مرستندويه ادارو استازو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي هره مرستندويه اداره به تر دې وروسته د پروژو په تطبيق کي د ځوانانو او ښځو وده او پراختيا په پام کي ونيسي. نوموړي زياته کړه چي په يو شمېر پروژو کي د ښځو او ځوانانو روزلو ته پاملرنه نه وي سوې، خو تر دې وروسته به د ښځو او ځوانانو ډلو ته خاصه پاملرنه کيږي. د هغه په خبره چي ځوانان او مېرمني د روزني او کار کولو توان لري، خو پر حکومت دا حق لري چي د هغوی اينده په پام کي ونيسي.
د کندهار سرپرست والي داراز ټينګار وکړ چي مرستندویه موسسې بايد داسي پروپوزلونه جوړ کړي چي د کندهار د خلکو اړتياوو ته پکي پاملرنه سوې وي. هغه وويل: موږ ولايتي انکشافي پلان جوړ کړی دی او ډونران مو بايد مالي ملاتړ وکړي. موسسات بايد داسي پروژې وړانديز کړي چي د دې سيمي د خلکو اړتياوي په پام کي ونيسي، نه دا چي ډونران له خپل ذوق سره سم د پروژو لپاره پروپوزلونه جوړ کړي. دا ځکه چي ډېری وختونه د کندهار لپاره داسي پروژې منظور سوي او ډيزاين سوي وي، چي د خلکو اړتياوي نه پوره کوي. پروژې به موږ د خلکو اړتياوو ته په کتو درته په ګوته کوو او ډونران به مرسته راسره کوي.
ښاغلي ويسا داراز وويل چي مرستندويه ادارې بايد د سيمه ييزي حکومتولۍ لپاره خاص پروګرامونه ولري، تر څو په ليرو پرتو سيمو کي حکومتولي قوي سي او همداراز منظمي سکټوري غونډي د اړوندو ډونرانو او دولتي سکټوري واحدو تر منځ له پروګرام سره سم صورت ونيسي. نوموړي وويل چي ډونران بايد په ليرو ولسواليو کي پرمختيايي پروژې پلي کړي.
ويسا وايي په تېرو وختونو کي داسي پروژې عملي کېدې چي خلکو ته يې يوازي لومړنۍ اسانتياوي برابرولې، عاجلي مرستي به وې او د لنډ وخت لپاره به د خلکو د استفادې وړ وې، خو تر دې وروسته هره مرستندويه اداره مکلفه ده چي اساسي او اوږدمهالي پروژې ډيزاين او عملي کړي، تر څو د خلکو له معاشرتي او اقتصادي حالت سره مرسته وکړای سي.
ښاغلي ويسا وويل چي هر ډونر به د ظرفيتونو په لوړولو کي مرسته کوي او د ظرفيتونو د لوړولو لړۍ بايد د اوږدمهال پروګرام له لاري وي، نه د لنډي مودې د ورکشاپونو او سيمينارونو له لاري. هغه زياته کړه د خارجيانو له تګ سره بايد هغوی خپل مسلکي ځايناستي ولري او ځايناستي د دې ظرفيت ولري چي هماغه کار مخته يوسي.
د کندهار سرپرست والي داراز د مرستندويه ادارو پر همږغۍ ټينګار وکړ، تر څو د تکراري پروژو د پلي کېدو مخنيوی وسي. هغه زياته کړه: UNHCR تره ډېره حده مهاجرينو ته يوازي پناه ځای ورکوي، خو د هغوی اولادونه، تفريح، زده کړي، صحت او خوراک ته ضرورت لري، چي بايد نور ډونران لکه د خوراک نړيواله اداره او نور له UNHCR سره په تماس کي سي او مهاجرينو ته خوراکي، تعليمي، روغتيايي او تفريحي اسانتياوي برابري کړي.
ښاغلي ويسا وويل چي هيڅ مرستندويه اداره دي خلکو ته نغدي پيسې نه ورکوي، بلکي پر ځای بايد اجناس ووېشل سي. نوموړي ټينګار وکړ چي هر ډونر دي له محلي مارکېټ څخه خوراکي، ساختماني او تعليمي توکي رانيسي او پر خلکو دي يې ووېشي. هغه وايي دا يوه لويه ستونزه ده چي ځيني ادارې له بهر هيواد څخه خوراکي توکي رانيسي او بېرته يې دلته پر اړمنو کسانو توزيع کوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي هم پر يو شمېر مسايلو خبري وکړې او ويې ويل چي خلکو ته بايد د رسنيو له لاري د هري پروژې بشپړ معلومات وړاندي سي، تر څو د پروژې اغېز زيات وي او خلک له دولت سره همکار سي. نوموړي زياته کړه چي خلکو ته د پروژو په باب معلومات د دې سبب کېدای سي چي خلک په اینده کي دولت ته خپلي اړتياوي ورپه ګوته کړي.
د موسساتو ټولو استازو غونډي ته د ۲۰۱۵ کال کاري پلانونه وړاندي کړل او د پروژو په اړه مفصل بحث وسو. د غونډي په پای کي د يو شمېر هغو موسساتو استازو ته چي له کندهار سره يې ډېري مرستي کړي، ستايلنليکونه ورکول سول.