د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب او تبصرې د کابینې نویو وزیرانو ته سپارښتنو او پیشنهادونو ته ځانګړي کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې نوي وزیران، ستونزې او ننګونې.
ورځپاڼې په مقاله کې لیکلي، چې په تیرو څو میاشتو کې د سرپرستانو موجودیت او له هغه وړاندې انتخاباتي ستونزو وزارتونه ځپلي او زیانمن کړي یې دي او په کار ده چې وزیران دروند کار وکړي؛ څو د وزارتونو چارې عادي حالت ته را وګرځوي.
د سرنوشت په باور، دغه وزیران باید له خپلو ژمنو سره چې په ولسي جرګه کې یې کړي له فساد سره مبارزه هم جدي کړي او نوي پروګرامونه عملي کړي.
د مقاله لیکونکي په باور، که دا وزیران خپله اراده پیاوړې کړي؛ کولای شي، د وزارتونو په چارو کې ښه والی راشي او موجوده ستونزې هوارې شي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کورنیو چارو د وزیر مهمو دندو ته اشاره کړې او لیکلې یې دي، چې د امنیت او ثبات ساتل د کورنیو چارو د وزیر ځنډ نه منوونکې دندې.
هیواد په دې سرمقاله کې لیکي، چې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په داسې حال کې دنده پیلوي، چې په هیواد کې ترور، وژنو، اختطاف او تروریستي پیښو خلک سخت اندیښمن کړي دي.
د مقاله لیکوونکي په باور، د مجرمانو سترګه اوس هم له دولته نه سوځي او خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي.
د هیواد په باور، په کورنیو چارو وزارت کې مالي فساد د کورنیو چارو د وزیر په وړاندې بله ننګونه ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان دولتي ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې ملي امنیت باید خپله توجه زیاته کړي.
ورځپاڼې لیکلي، تیره ورځ په کندهار کې دوو پولیسو په خپلو ملګرو ډزې وکړې، چې ۷ تنه یې ووژل او د ورځپاڼې په باور، دا ډول پیښې نوې نه دي او ممکن وروستۍ هم نه وي.
لیکوال سپارښتنه کړې، چې ملي امنیت باید خپل کشفي فعالیتونه پیاوړي کړي او د افغان سرتیرو ژوند خوندي کړي.
افغانستان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د نوي کابینې د یوشمیر وزیرانو په معرفي کیدو سره د حکومت یوه برخه بشپړه شوه او خلک دې کابینې ته ډیرې هیلې لري.
د ورځپاڼې په باور، اوس نوي وزیران کولای شي، په آرامۍ سره په اړوندو وزارتونو کې خپل پروګرامونه عملي کړي او اصلاحات رامنځ ته کړي.