د بېوزلو سره د مرستي په نامه د فوټبال دغه سيالۍ چي تېره ورځ د کندهار د الف او د پاکستان د چمن د ښار ګوټي د لوبي په کولو سره پيل سوې د يوې اونۍ په موده کي به پای ته ورسيږي.
په سياليو کي د کندهار دوې الف او بي منتخبي لوبډلي به د کابل او د پاکستان د چمن لوبډلو سره لوبي کوي.
د کندهار د فوټبال فدارسيون ريس محمد نبي نیازی وايي چي له سياليو څخه يې موخه د غريبو کورنيو سره مرسته کول دي.
نيازی وايي، چي د سياليو پرمهال له ننداره کوونکو څخه ټولي سوي پيسې به غريبو او هغو کورنيو ته ورکوي، چي په سوي تغذي اخته وي.
د فوټبال فدارسيون د کمېټې مشر امان الله کامران وايي چي د سياليو تر پای ته رسېدو وروسته به له یو شمېز سوداګرو هم مرسته وغواړي او د یوې کمټې له لاري به یاده مرسته به په ولسواليو او ليرو پرتو سيمو کي پر بېوزلو کورنيو ووېشي.
د سياليو لومړۍ لوبه کندهار الف فوټبال لوبډلي د پاکستان د چمن پر لوبډلي درې د صفر په مقابل کي وبايلل.