کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۲۰ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۲۰ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۲۰ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي كې ۲۰ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د غزني، پكتيا، كندهار، كندوز او جوزجان ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي او يادو کسانو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ترڅنګ د هغوى څخه يوشمېر سپکي او درنې وسلې هم نيول سوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.