د میدان وردګو ولایت لسګونه سوداګر د دغه ولایت د سرپرست والي سره په لیدنه کې له ایسا ادارې څخه وغوښتل،چې ژر تر ژره دې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک چارې پیل کړي .
د سوداګرو په استازۍ خلیل امرخیل وویل: ایسا ادارې د دې ولایت د صنعتي پارک د بنسټ ډبره تېر کال کېښودلې خو چارې لا تر دې دمه ندي معلومي .
ده زیاته کړه،پر یو شمېر نورو ولایتونو کې د ایسا ادارې له لورې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودلو ترڅنګ چارې هم ورته پیل کړي، خو د میدان وردګو ولایت پارک د ډبرېښ کېښودو څخه یو کال پوره کیږي خو لا یې هم ورته چارې ندي پیل کړې .
د میدان وردګو سوداګر وایي په صنعتي پارک کې د پانګې اچونې په موخه د دې ولایت لسګونه سوداګرو د ایسا ادارې سره ځانونه ثبت کړي او که چارې ورته پیل شي نو دوی به هم په بېړه په کې پانګه اچونه وکړي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل ولایت مقام او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو په ګډه له پرلپسې هڅو وروسته په دې بریالۍ شوه،چې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېشودل شي .
ده زیاته کړه، دایسا ادارې له لوري ورڅخه غوښتنه شوې وه،چې د دې ولایت سوداګر دې په یاد صنعتي پارک کې د پانګې اچونې په موخه ځانونه ثبت کړي،چې دا چاره هم د دوی به لارښوونه سوداګرو ترسره کړه .
هغه وویل په داسې حال کې چې د ایسا ادارې ټولو غوښتنو ته ځوابونه ویل شوي،باید ژر تر ژره نور د میدان وردګو ولایت د صنعتي پارک چارې هم پيل کړي .
تېر کال د سلواغې په شلمه نیټه د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې په دوه سوه جریبه ځمکه کې د لوړ پوړو چارواکو له لورې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه .