کور / تازه خبرونه / په کندهار کي زراعتي نندارتون جوړيږي

په کندهار کي زراعتي نندارتون جوړيږي

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي زراعتي نندارتون جوړيږي.
د ياد زراعتي نندارتون او د نيالګيو ايښودلو په اړه نن ماپښين په ولايت مقام کي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشرۍ غونډه جوړه سوه. په غونډه کي د مرستيال والي تر څنګ د هغې کمېټې غړو چي څو ورځي مخکي د نيالګيو ايښودلو په موخه جوړه سوې وه، ګډون کړی وو.
په ياد زراعتي نندارتون کي به چي د رواني دلوي مياشتي پر ۲۵ نېټه د زراعت رياست او ښاروالۍ له خوا جوړيږي، زرګونه کسان ګډون وکړي او د کندهار ګڼ شمېر زراعتي توليدات به نمايش ته وړاندي سي. په همدې ورځ به په کندهار کي د نيالګيو ايښودلو لړۍ هم رسماً پيل سي.
مرستيال والي عبدالعلي شمسي يادي کمېټې ته دندي وسپارلې، تر څو د نندارتون پروګرام او د نيالګيو ايښودلو لړۍ تنظيم کړي. نوموړي وويل چي په ښار کي به ۷۰ زره نيالګي کښېښودل سي او وخت پر وخت به د هري ساحې نيالګي د نژدې رياستونو له لوري ساتل او څارل کيږي.