کور / تازه خبرونه / ويسا: رسنۍ بايد واقعيتونه خپاره کړي

ويسا: رسنۍ بايد واقعيتونه خپاره کړي

د کندهار سرپرست والي وايي د رسنيو ازادې د واقعيتونو د خپرېدو او د خلکو د خبرېدو په مانا ده.
نوموړي دا څرګندوني په هغه غونډه کي چي نن په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي او د کندهار ګڼ شمېر خبريالانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل د رسنيو ازادي ته په بشپړ ډول ژمن دی، خو دا ازادي بايد د واقعيتونو د پټولو او تخريب سبب نه سي. نوموړي زياته کړه د مطبوعاتو يوه له اساسي دندوه څخه دا ده چي خلک په واقعيتونو خبر کړي، خو ځيني مغرض کسان په دولتي ادارې پسي تخريب کوي او درواغ خبرونه خپروي.
ښاغلي ويسا وويل: رسنۍ بايد خلک خبر او اصلاح کړي، نه دا چي يوازي تخريبي او منفي خبرونه خپروي. زه د رسنيو پر ازادۍ ډېر باور لرم، خو رسنۍ بايد د منفي خبرونو تر څنګ مثبت خبرونه هم خپاره کړي. خبريالان بايد دې ټکي ته ډېر متوجه سي چي له منفي مسايلو څخه ډېر کله د هيواد دښمنان ګټه پورته کوي.
نوموړي له يو شمېر مسايلو څخه يادونه وکړه چي ځينو خبريالانو يې مثبت اړخونه نه ول رااخيستي او له منفي زاويې څخه يې ورته کتلي ول. هغه زياته کړه چي په کندهار کي ډېری وختونه مثبت او د پرمختګ خبرونه وي، خو ځيني رسنۍ قصداً مثبت خبرونه نه خپروي. ښاغلي ويسا له خبريالانو او رسنيو سره د هر ډول ممکنه امکاناتو د شريکولو ژمنه وکړه.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي هم ورته خبري وکړې او زياته يې کړه چي د ولايت مقام د رسنيو مرکز د ټولو خبريالانو په خدمت کي دی او له هر ډول امکاناتو څخه يې هر وخت استفاده کولای سي. نوموړي وويل که کوم وخت په ولسواليو او پرتو سيمو کي ځيني پروګرامونه وي، نو مطبوعاتي دفتر به سيمه ييزو رسنيو ته د ټرانسپورټېشن اسانتيا برابروي.
د پريس کلب مشر سيدسرور اماني د يو شمېر ستونزو تر څنګ وويل چي دوی هر وخت له ولايتي ادارې سره همکارۍ ته تيار دي او د غيراصولي راپورونو د خپرېدو په صورت کي يې اړونده رسنۍ خبره کړې ده. نوموړي ټينګار وکړ چي ولايتي اداره دي له خبريالانو سره همږغي ټينګه کړي، تر څو د يو شمېر ستونزو مخه ونيول سي.