کور / تازه خبرونه / کابل چاپ ورځپاڼو ترډیره د دفاع وزارت پر قرادادونو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو ترډیره د دفاع وزارت پر قرادادونو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له ولایتي شورا ګانو څخه د څارنې د رول د اخیستلو او د ولسمشرله خوا د دفاع وزارت د تیلو د قراردادونو د لغوه کولو په اړه لیکلي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې یوې مقالې کې لیکي چې د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولایتي شوراګانو د نظارتي رول د څرنګوالي د طرحې په باب کار کوي.

مقاله لیکونکي د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سرپرست متین بیک له قوله لیکي چې د تېرو تجربو په پام کې نیولو په سیمه يیزه حکومتوالۍ کې د خلکو د تمثیل اړتیا به د ولایتي شوراګانو د نظارتي رول د څرنګوالي په نوې طرح کې په مشخص ډول تعریف کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې هم همدې موضوع ته په اشارې سره د سیمه یزو ارګانونود خپلواکې ادارې د ویاند تواب غورځنګ له خولې لیکلي چې پخوا د ولایتي شوراګانو د څارنیز رول تعریف روښانه نه و، موږ په خپله نوې طرحه کې د ولایتي شورا دا رول په داسې توګه تعریفوو چې له مخې یې ولس ته د ځواب ویلو چاره بنسټیزه شي.

ورځپاڼه وړاندې د ښاغلي غورځنګ له قوله لیکي چې په دې سره به په چارو کې او د روڼتیا په اصل کې سمون راشي.

ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د قانونو په تعدیل شوې طرحه کې له ولایتي شوراګانو د څارنې رول واخیست چې د ولایتي شوراګانو له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

ویسا دغه شان په یوجلامطلب کې لیکلي چې ولسمشرد دفاع وزارت د تیلو قراردادونه لغوه او د تدارکاتو مسوولین یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

ویسا وړاندې په همدې مطلب کې لیکي چې ولسمشرپه دې برخه کې د پراخ مالي فساد په اړه د شته ادعاوو د سپیناوي په هدف یو پلاوی ټاکلی دی.

ورځپاڼه د ولسمشرد ویاند نظیف الله سالارزي له خولي لیکي چې په دغه قراردادونوکې نېږدې دوه سوه میلیونه ډالره تفاوت لیدل کېږي.

ورځپاڼه د ښاغلي سالارزي له قوله دا هم لیکي چې د ″ای، ار، ډي، ایس″ په نوم تشکیل په ولسمشرۍ مانۍ کې مدغم شوی او او د امنیتي ادارو د تدارکاتي برخې ملکي او مهم قراردادونه به د ولسمشر ترڅارنې لاندې ترسره کېږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې هم همدې موضوع ته په اشارې سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند په حواله لیکي ترکومه چې دغه مساله نهايي شوې نه وي د دفاع وزارت د تدارکاتو د برخې د ټولو مامورینو دندې تعلیق شوي دي.

سرنوشت د کارپوهانو اندېښنه هم شریکه کړې چې په دغه اقدام سره کیدای شي چې پوځ ته د تیلو په رسولو کې ستونزه پیدا او چارې ټکنۍ شي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ځواب یې بیا دا لیکلي چې ولسمشرله ایساف سره د دغې احتمالي ستونزې د حل په اړه غږېدلی دی.