کور / تازه خبرونه / افغان کرکټ لوبډله نړیوال جام ته د ۴ روزونکو له خوا اماده کېږي

افغان کرکټ لوبډله نړیوال جام ته د ۴ روزونکو له خوا اماده کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې، چې اوسمهال په نړيوال جام کې د ګډون په هدف په اسـټراليا ده، او هلته يې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د افغانستان د كركټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي نن كليد ته وويل، چې د كركټ ملي لوبـډلې د څلورو بهرنيانو په مرسته خپل تمرينات پيل کړي دي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۸مه دبنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.
د هغه په وينا، مخکی له هغه لوبي به افغان لوبډله د فبرورۍ په څلورمه او شپږمه له يوې ځايي لومړۍ درجې لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې هم وكړي.
ټاکل سوې ده، چې د کرکټ د نړیوال جام لوبې د فبرورۍ په ۱۴مه په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل سي.