د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له خبريالانو سره د ليدني پر مهال د هغوی په وړاندي د پرتو ستونزو د حل ژمنه وکړه.
په غونډه کي چي نن سهار په پريس کلب کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د پريس کلب مشر سيدسرور اماني او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون کړی وو.
د غونډي په پيل کي ټولو خبريالانو له مرستيال والي څخه مننه وکړه چي له دوی سره د همکارۍ او د دوی په وړاندي د پرتو ستونزو د هوارولو هوډ لري. د پريس کلب مشر سيدسرور اماني وويل خبريالان ډېری وختونه له امنيتي تهديدونو او د پوليسو له لوري له ناسم چلند سره مخ وي. نوموړي زياته کړه چي معلوماتو ته نه لاسرسی، رسنيو ته د رئيسانو او ولسوالانو نه حاضرېدل او د پېښو په هکله د معلوماتو ځنډ د دوی په وړاندي لويي ستونزي دي.
د پژواک اژانس خبريال بشيراحمد نادم وويل چي ملکي ادارې ډېری وختونه مثبت خبرونه او پرمختګونه لري، خو له رسنيو سره يې نه شريکوي او عام خلک هم د ملکي ادارو په اړه معلوماتو ته لېواله دي. نوموړي وړانديز وکړ چي که د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي وخت پر وخت د چارواکو د کنفرانسونو لړۍ يو ځل بيا پيل سي، نو دوی به په اسانۍ معلوماتو ته لاسرسی ولري.
د نی ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل هم له ګڼ شمېر ستونزو څخه يادونه وکړه او ويې ويل چي دوی ډېری مهال له قضايي ادارو او معارف څخه معلومات نه سي ترلاسه کولای. نوموړي غوښتنه وکړه چي ولايتي اداره دي له دوی سره د قضايي ادارو او معارف معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي مرسته وکړي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د معارف او قضايي ادارو معلوماتو ته نه لاسرسی او د پوليسو ناسم چلند لويي او پر ځای ستونزي وبللې، خو ويې ويل چي له معارف سره يې څو ځلي غونډي کړي، تر څو د دې ادارې ستونزي تر ممکنه حده هواري کړي. هغه زياته کړه ځيني وختونه د مرکز له خوا په معارف کي ستونزي رامنځته کيږي، چي په کندهار کي يې هواری ستونزمن وي.
نوموړي وويل: زه د معارف ستونزو ته ډېر متوجه يم. تر ټولو مهم د پوهني د کيفيت لوړول دي. موږ-تاسي ټول مسووليت لرو چي د معارف د ستونزو په هواري کي ونډه واخلو، ځکه معارف د ټولني د جوړښت اساس دی. د دې ادارې ستونزي بايد په بنسټيز ډول هواري کړو.
ښاغلي شمسي هيله وښوده چي د معارف نوی وزير يادو ستونزو ته حللار ولټوي. نوموړي داراز ژمنه وکړه چي په امنيتي غونډه کي به د پوليسو د ناسم چلند په اړه د هغوی له مسوولينو سره وږغيږي.
هغه وويل چي د ولايت مقام مطبوعاتي مرکز د ټولو خبريالانو په خدمت کي دی. هر وخت هر خبريال کولای سي چي د دې مرکز له انټرنيټ، کمپيوټر او هر ډول اجناسو څخه استفاده وکړي. هغه وويل چي رسنۍ د حکومتي ادارې په اصلاح کي تر ټولو لويه ونډه لري.
ښاغلي شمسي د خبريالانو پر اتحاد ټينګار وکړ او ويې ويل چي هر وخت له دوی سره د دوی د ستونزو په هواري کي مرستي ته چمتو دی او ويې ويل چي دغه ناستي به نور هم دوام وکړي.